پاکستان په تیرو دوو کلونو کې افغانستان ته د توکو او خدمتونو په صادراتو کې نژدې ۴۰سلنه زیاتوالی راوستی دی

پاکستان په تیرو دوو کلونو کې افغانستان ته د توکو او خدمتونو په صادراتو کې نژدې ۴۰سلنه زیاتوالی راوستی دی.

د پاکستان د دولتي بانک د شمیرو له مخې، په تیرو دوو کلونو کې پاکستان د نژدې ۸۰میلیونو ډالرو په ارزښت توکو او خدمتونه افغانستان ته صادر کړي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، هرکال اته سلنه صادرات د پاکستان له لورې افغانستان ته لوړ شوي.

بل لور ته له افغانستانه پاکستان ته په وارداتو کې هم زیاتوالی راغلی دی.

د شمیرو له مخې، په تیر یوکال کې له افغانستانه پاکستان ته د وارداتو ارزښت له څه باندې ۱۱میلیونو څخه نژدې ۲۶میلیونو ډالرو ته رسیدلی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په صادارتو او وارداتو کې زیاتوالی په داسې حال کې دی چې تیره اونۍ افغان او پاکستاني لورې پریکړه وکړه چې دواړو خواوو ته د میوو او سبزیجاتو په ګډون په یو شمیر توکو تعرفي راټیټې کړي.