د تاجکستان پوله ساتو سږ کال له افغان قاچاق وړونکو سره لس ځله جګړه کړې

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ګډ بازار یوه څنډه

د تاجکستان چارواکي وایي، د ۲۰۲۵ کال په شپږو میاشتو کې یې امنیتي ځواکونو له افغانستان سره پر پوله له وسله والو قاچاق کوونکو سره لس ځله جګړه کړې ده.

انټرفاکس د تاجکستان د نشه یي موادو د کنټرول ادارې د مشر ظفر صمد په حواله پرون سه شنبه ( د زمري په ۷مه) دغه راپور ورکړی دی.

خبر کې راغلي چې د دغو جګړو پر مهال څلور تنه افغان قاچاق کوونکي وژل شوي او دغه راز تاجکستاني سرتیرو ۱۶۹۲ کیلو ګرامه نشه یي مواد نیول شوي دي.

د تاجکستان چارواکو ادعا کړې چې افغانستان کې د نشه یي موادو کرکیله زیاته شوې او د مصنوعي او نورو نشه یي موادو لابراتوارونه فعالیت په کې لري.

د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې تر دې ملګرو ملتونو تایید کړې چې افغانستان کې د کوکنارو کرکیله کمه شوې، او د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ویلي جغرافیه یې له جنوبه شمالي څنډې ته بدله شوې ده.

د تحلیلګرانو شبکې ویلي، اوس د هلمند په ځای بدخشان کې ډیر کوکنار کرل کیږي.