امریکا د یمن لپاره د القاعده شبکې د مشر پر سر جایزه لس ملیونه ډالرو ته پورته کړه

د القاعده یو مشر حمزه بن سعید الغامدي، ارشیف

امریکا  یمن لپاره د القاعده د مشر په اړه د معلوماتو ورکولو انعام ۱۰ میلیونه ډالرو ته لوړ کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا انعام د هغو کره اطلاعاتو لپاره دی چې په عربي ټاپو وزمه کې د القاعده شبکې د مشر سعد بن عاطف العولقي ځای ځاېږي معلوم کړي.

د امریکا متحده ایالاتو په عربي ټاپو وزمه کې د القاعده شبکې د مشر سعد بن عاطف العولقي په اړه د اطلاعاتو ورکولو لپاره، انعام له ۶ میلیونه څخه ۱۰ میلیونه ډالرو ته لوړ کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه‌شنبې په ورځ، د جولای ۲۹مه، اعلان وکړ چې دا زیاتوالی د "عدالت لپاره انعامونه" (Rewards for Justice) د پروګرام له لارې شوی او هدف یې د العولقي د کره پېژندنې او استوګنې د ځای معلومول دي.

په دې اړه اعلامیه ګې، چې د دغه وزارت د ویاند د دفتر له خوا خپره شوې راغلي سعد بن عاطف العولقي په ۲۰۲۴ کال کې په عربي ټاپو وزمه کې د القاعده شبکې مشر وټاکل شو.

له هغه مهال راهیسې د متحدو ایالاتو او متحدانو پر وړاندې یې بریدونو طرحه کوي او مشري یې کوي.

نوموړی دغه شان په یمن کې د امریکایي وګړو د تښتونې په قضیو کې هم ښکېل دی.

اعلامیه کې دا هم راغلي چې العولقي څو ځله په ښکاره له دې بریدونو ملاتړ کړی او په عربي ټاپو وزمه کې د القاعده د مشر په توګه سیمه ییز او نړیوال امنیت ته یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.

په دوام کې دا هم ویل شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د "عدالت لپاره انعامونه" د پروګرام له لارې د ابراهیم البنا د پېژندنې او ځای ځاېږي د معلومولو لپاره تر ۵ میلیونه ډالرو پورې انعام او دغه شان د ابراهیم احمد محمود القوصي په اړه د ورته معلوماتو ورکولو لپاره تر ۴ میلیونه ډالرو پورې انعام ټاکل شوی، چې دواړه د القاعده د مشرتابه غړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ټولو هغو کسانو چې په دې برخه کې معلومات لري غوښتي، چې له دې بنست سره اړیکه ونیسي او ټینګار یې کړی چې د معلوماتو ورکوونکو هویت به پټ وساتل شي.

د یادونې ده، چې مخکې تر دې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري، د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱مه د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د کابل په شیرپور سیمه کې ووژل شو او تر هغه وړاندې بیا د دې ډلې بنسټ‌ګر او رهبر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مې په ۲مه د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې د پاکستان په ایبټ‌ آباد کې ووژل شو.

که څه هم د امریکا ملي استخباراتو ادارې په خپل کلني راپور کې چې د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په حمل کې خپور شو افغانستان د خپلو امنیتي ګواښونو له لیست ایستلی، خو له دې دوه میاشتې مخکې بیا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا راپور ورکړی و چې طالبانو القاعدې ته د پناه‌ځایونو، اډو او روزنیزو کمپونو ته اجازه ورکړې.

په راپور کې راغلي و چې د القاعدې ټیټ پوړي غړي له خپلو کورنیو سره د کابل په قلعه فتح‌الله، شهر نو او وزیر اکبر خان سیمو کې د طالبانو د استخباراتو تر څار لاندې ژوند کوي، او مشران یې د سرپل، کنړ، غزني، لوګر او میدان وردګو کلیوالي سیمو ته انتقال شوي دي.

خو د طالبانو حکومت دا تورونه تل رد کړي، او ویلي یې دي چې هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته د افغانستان په خاوره کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

اعلامیه کې دا هم ویل شوي د “عدالت لپاره انعامونه” پروګرام، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دپلوماتیکو امنیتي خدمتونو له خوا اداره کېږي، له ۱۹۸۴ راهیسې له ۱۲۵ زیات کسانو ته چې د امریکا د ملي امنیت پر وړاندې د ګواښونو په کشف کې یې مرسته کړې له ۲۵۰ میلیونو ډالرو زیات پیسې ورکړې دي.

د یادونې ده چې امریکا پخوا د طالبانو حکومت د کورونیو چارو وزارت د سرپرست سراج‌الدین حقاني د نیولو لپاره چې د امریکا له خوا حقاني شبکې سره اړوند ګنل شوی و هم ۱۰ میلیونه ډالره انعام ایښی و، خو دا انعام یې اوس لغوه کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې په اړه ویلي وو، دا وزارت دا واک لري چې د عدالت د بنسټیز کولو لپاره په داشان لستونو بیاکتنه وکړي.