د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه، د دوی تر واکمنۍ لاندې د نجونو تعلیمي او تحصیلي بهیر په کلکه ځپل شوی

د ښونځیو د بندیز په اړه د زده کوونکو اعتراض، ارشیف

د طالبانو حکومت د بیا واکمنۍ څلورمه کلیزه، میلیونونه نجونې د تعلیمي او تحصیلي بهیر څلور کلن شاتګ ژاړي. څه باندې ۱۴ سوه ورځې وشوې چې نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښونځیو نه محرومې شوي او د لوړو زده کړو دروازې یې په مخ تړل شوې دي.

له زده کړو او تحصیل بې برخې شوې نجونې وایي، رواني حالت یې ښه نه دی او هیلې یې ورځ تر بلې مړاوې کیږي.

" کله چې له ډاکټره راتلم، لاره کې د هلکانو د ښونځي د فراغت مراسم وو، هغې لحظې ډیره وځورولم"

کله چې له ډاکټره راتلم، لاره کې د هلکانو د ښونځي د فراغت مراسم وو، هغې لحظې ډیره وځورولم
له زده کړو محرومه نجلۍ شبانه

شبانه په کابل کې د لسم ټولګي زده کوونکې وه چې د طالبانو حکومت راغی او له دې یې د تعلیم د دوام حق واخیست.

هغه وایي، که یې ښونځی نه و بند شوی، سږ کال به د پوهنتون په دویم ټولګي کې وه.

شبانې له ازادۍ راډیو سره خبرو کې وویل، دا او همزولې یې له دې کړېږي چې هیلې یې نیمګړې پاته دي او څوک یې غږ نه اوري.

شبانه وایي، د کورنۍ هغو هلکانو یې چې تر دې کشران وو او دې ورسره رقابت درلود، اوس پرمختګ کړی خو دا په کور ناسته ده. " زه چې ښونځي ته تلم، هغوی ( خپلوان هلکان) اووم او اتم صنف کې وو، ما به هغوی ته ویل چې زه به پوهنتون له تاسو مخکې خلاص کړم، خو د ژوند لوبو او تقدیر هر څه برعکس کړل، هغوی اوس کانکور ته چمتوالی نیسي، اما زما لا ښونځی نه دی بشپړ."

دا یوازې شبانه نه ده چې له بې برخه لیکۍ کړیږي، ملګري ملتونه وایي دوه اعشاریه دوه میلیونه افغان نجونې تر شپږم ټولګي پورته ښونځیو نه بې برخې شوې دي.

" پخوا به زه له وروڼو سره یوځای ښونځي ته تللم، خو اوس چې دوی سهار ښونځي ته ځي، زه کوښښ کوم چې دوی ونه ګورم"

دا د ښونځي بله زده کوونکې هریوا ده چې وایي، خپل جنسیت یې ژړوي او هیله لري چې کاشکې دا هم په نرینه جنسیت دنیا ته راغلې وای.

هریوا وایي، د دې او ټولګیوال ورور هیله یې داوه چې ژورنالیزم ووایي" ورور مې هیله درلوده چې ژورنالست شي، ما هم همدا هیله درلوده. اوس هغه ګورم چې پوهنتون وایي او څو ځایه دنده هم لري. زه چې فکر کوم یوازنی شی چې زه اوس نه شم کولای ژورنالسته شم هغه زما ښځتوب دی، زه ښځه یم او ارزښت نه راکول کیږي، زه وایم کاشکې زه هم هلک وای چې خپلو هیلو ته رسیدلې وای."

زه ښځه یم او ارزښت نه راکول کیږي، زه وایم کاشکې زه هم هلک وای چې خپلو هیلو ته رسیدلې وای
هریوا، له زده کړو بله محرومه نجلۍ

له زده کړو او تحصیله محرومې نجونې داسې مهال خپلې نیمګړې هیلې ژاړي چې د طالبانو حکومت د خپلې بیاواکمنۍ څلورمه کلیزه لمانځي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه واک ته له رسیدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي بند کړل او د همغه کال د دسمبر په وروستیو کې یې د نجونو په وړاندې د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

هغه مهال د نجونو یوازنۍ هیله روغتیایي نیمه لوړه زده کړو ته وه چې په کابل او لویو ښارونو کې زده کړو دوام درلود، خو د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې دغه نیمه عالي تحصیلي موسسې هم د نجونو په مخ وتړل شوې.

" د ولایتونو مرکزونو کې نسایي ولادي متخصصین کم دي، لرې پرتو سیمو کې یوازې د ټولنې قابلې یا نرسې وي، داسې سپینې ساحې هم لرو چې هیڅ متخصصه او قابله په کې نشته."

دا د افغانستان یوه روغتیایي کارکوونکې ده چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي خپل نوم واخلي.

دا وایي، کله چې ولس او حکومت د نجونو د ښونځیو او پوهنتونونو د خلاصون هڅه نه کوي، بیا دې روغتونونو او کلینیکونو کې د ښځینه ډاکټرانو تمه هم نه لري. " کله چې دا خلک وایي چې ښځې دې په کور کیني، بیا چې شفاخانو ته ځي، بیا دې د زنانه ډاکټر توقع هم نه کوي. یوازې د ښځې زیږون یا میندواري نه ده، ځینې داسې نورې ناروغۍ دي، لکه جلدي، ارتوپیدي او جراحۍ چې ښځینه متخصصانو ته یې اړتیا شته. یوه مور که د بواسیرو مشکل ولري، دا زنانه جراح غواړي که نرینه."

یوازې د ښځې زیږون یا میندواري نه ده، یوه مور که د بواسیرو مشکل ولري، دا زنانه جراح غواړي که نرینه
یوه روغتیایي کارکوونکې

د طالبانو حکومت په لومړي سر کې ښونځي او پوهنتونونه تر دویم اعلان یا امر ثاني پورې بند کړل، خو اوس یې د ښونځیو د بندېدو څه باندې ۱۴ سوه ورځې او د پوهنتونونو د بندېدو شاوخوا ۱۲ نیم سوه ورځې ووتې.

د همدغو بندیزونو بیه زده کوونکي، محصلان او خپله عام افغانان پرې کوي.

د هلمند د موسا کلا یو اوسیدونکی وایي، د ولسوالۍ په کلینک کې یې د ښځینه ناروغانو شمېر زیات، خو ډاکټرانې او نرسانې بیخي کمې دي. " بیخي زیات مخلوق دی، ناروغان بیخي ډیر دي، نرسانې او ډاکټرانې بیخي کمې دي، دوه- درې دانې شته، خو ناروغان ډیر او دوی نه ورته رسیږي."

د طالبانو د همدې بندیزونو له کبله ګڼ شمیر کورنۍ له وطنه په تیښته دي او هڅه کوي چې د خپلو لوڼو د تحصیل هیلې پوره کړي.

" څلویښت میلیونه افغانان دي، د هر یوه دا هیله او غوښتنه ده."

دا قومي مشر محمد خان کټوازی دی چې وایي، د شپږو لورانو پلار دی او په خبره یې که د زده کړو دروازې ورته خلاصې نه شي، دی هم ممکن کډوالۍ ته مجبور شي. " په ولس او حکومت دواړو باندې زمونږ دا غږ دی چې زمونږ خویندې نورې مه احتیاجوی، مونږ پاکستان، ایران او نورو هېوادونو ته مه محتاجوی، مونږ به سبا د یوې عادي مریضۍ لپاره اسلام اباد، لاهور یا تهران او قم ته روان یو. دا مو خاوره ده، که ماته څوک میلیونونه ډالر هم راکړي زه له وطنه نه وځم، خو یوازنی ستونزه داده چې خدای پاک ۶ لورانې راکړي، که چیرې مې لورانو ته دروازې د علم بندې وي، ممکن زه هم یوې خواته ځان وباسم."

د طالبانو حکومت پخوا ویل چې د نجونو تعلیم او تحصیل ته د شرایطو په برابرولو بوخت دي، خو اوس داسې ښکاري چې دغه بندیز د طالبانو د حکومت د تګلارو یوه برخه ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله یوه وروستۍ مرکه کې وویل چې مشران یې د نجونو د تعلیم او تحصیل په اړه شرعي ملاحظې لري.

د دوی مشران د نجونو لپاره یوازې دیني زده کړې مهمې بولي او له همدې کبله یې په هېواد کې د دیني مدرسو شمیر زیات کړی دی.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي، د خپلې واکمنۍ په لومړیو درې کلونو کې یې نژدې ۲۳ زره مدرسې جوړې کړي چې شاوخوا ۳۰۰ زره نجونې او هلکان زده کړې په کې کوي.

د اسلامي همکاریو سازمان، ګڼ شمیر نړیوال بنسټونه او اسلامي هېوادونه بیا د نجونو پر عصري زده کړو بندیز له اسلامي نسوسو د طالبانو خپل تعبیر بولي او وایي، پر نرینه او نجونو دواړو دیني او عصري علوم فرض دي.

دوی وایي، ښځې د ټولنې نیمایي برخه ده او حق لري چې په ساینسي، طبي، انجینري، تخنیکي او ان امنیتي او پوځي برخو کې د زده کړو زمینه ورته برابره شي.