پزشکیان: د کډوالو چارې باید سمې سمبال شي څو افغانانو سره منفي ذهنیت پیدا نه شي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، د افغان کډوالو چارو کې باید له پوره دقته کار واخیستل شي چې په خبره یې افغانانو سره منفي ذهنیت پيدا نه شي.

هغه ویلي، په دې اړه یې د بهرنیو چارو وزارت ته لارښونه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو ایستل ګړندي کړي او هلته د پولیسو له خوا له کډوالو سره د ناوړه چلند شکایتونه هم شوي دي.

په کابل کې د ایران سفارت پرون شنبه ( د زمري ۴مه) ویلي چې پزشکیان د بهرنیو چارو وزارت له کارکوونکو سره په خبرو کې افغانستان یو " ملګری ګاونډی" یاد کړی.

هغه ویلي، که فرصت ورته برابر شي افغانستان ته سفر کوي چې د اړیکو په تاریخ کې نوی فصل پرانیزي.

ایران تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو تعامل ورسره لري او تهران کې یې د طالبانو ډيپلوماتان منلي دي.