په افغانستان کې زنداني بریتانوۍ جوړې ته د کورنۍ اندیښنه، ( ښایي زندان کې مړه شي)

په افغانستان کې زنداني شوې بریتانوۍ جوړه

د طالبانو په زندان کې د یوې برتانوي جوړې اولادونو خبرداری ورکړی چې د مور او پلار روغتیايي حالت یې "نور هم خراب" شوی او ښايي هماغلته مړه شي. ګارډین ورځپاڼې د باربي او پیټر رینالډز د زوی جوناتن رینولډز په حواله راپور ورکړی چې د پیټر لاسونه او پښې تړل شوي او پرې مغزي حمله هم راغلې ده.

ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې چې د شنبې په ورځ د(جولای په ۲۶مه) خپور شو، د بریتانوي جوړې د زوی جوناتن رینولډز له قوله لیکي، چې ممکن دوی هلته مړه شي او حالت یې مخ په خرابېدو دی او باید ژر تر ژره روغتون ته ولېږدول شي.

د راپور په دوام کې جوناتن زیاته کړې چې د پیټر لاسونه او پښې په زنځیرونو تړل شوي او نوموړی په دې وروستیو کې له «تشَنج» یا مغزي حملې سره مخ او پر ځمکه لویدلی دی.

نوموړي د خپلې مور، باربي د وضعیت په اړه هم ویلي، چې له سختې خوارځواکۍ سره مخ او لاسونه او پښې یې شنې شوې وې.

د ګارډین ورځپاڼې په راپور کې د جوناتن په حواله راغلي چې باربي او پیټر رینولډز د شپږو اونیو لپاره د ځمکې لاندې بند خونو کې ساتل شوي او د لمر له وړانګو بې برخې شوي دي.

خو د بشري حقونو یو شمېر فعالان وايي، دا اندېښنې بې بنسټه نه دي او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د بندیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د دغو فعالانو له ډلې ظریفې غفاري له ازادي راډیو ته وویل"له بده مرغه نن سبا هر هغه څوک چې د طالبانو په زندان کې دی، که بهرنی وي که کورني، بې ګناه وي او که مجرم، د ټولو نړیوالو قوانینو او مقرراتو او د بشري حقونو له اصولو، د ټولو ارزښتونو، انساني کرامت او اسلامي اصولو خلاف، له هر ډول جنسي، فزیکي او ذهني اړخه له تاوتریخوالي او ځورونو سره مخامخ دی."

دا اندیښنې وروسته له هغې مطرح کیږي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د جولای په ۲۱مه د یو بیان په خپرولو سره ویلي و چې دا دوه کسان په ښکاره ډول پرته له کوم رسمي توره نیول شوي، اغیزمن حقوقي خدمتونو یا روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري او یوازې له خپلې کورنۍ سره یې خورا محدوده ټیلیفوني اړیکه درلوده.

دغو کارپوهانو د پیټر او باربي رینولډز د خرابېدونکي روغتیایی وضعیت په اړه ژوره اندیښنه څرګنده او زیاته کړې یې وه چې د دوی فزیکي او رواني وضعیت په چټکۍ په خرابېدو دی او مناسبو روغتیایی اسانتیاوو ته له لاسرسي پرته د نه جبرانېدونکي زیان او حتی مرګ له خطر سره مخ دي.

خو د طالبانو حکومت ادعا کړې چې د دغې جوړې ټول بشري حقونه خوندي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د جولای په ۲۳مه په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دغو دوو برتانوي وګړو روغتیایي او قونسلي خدمتونو ته د لاسرسي، د اوسېدو ځای او له کورنۍ سره د اړیکې په ګډون ټول بشري حقونه خوندي دي او په خبره یې د دوی د خلاصون لپاره هڅې روانې دي.

له دې سره د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې ، له یوې میاشتې ډیر وخت کیږي چې د پیټر او باربي کورنۍ له دوی څخه هیڅ اړیکه نه ده ترلاسه کړې.

۸۰ کلن پیټر او ۷۵ کلنه مېرمن یې باربي رینولډز د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د طالبانو له خوا بندیان کړل شول.

دغه بریتانوۍ جوړه له ۱۸ کلونو راهیسې په افغانستان کې اوسېده او د پوهنې او ماشومانو د ملاتړ په برخو کې یې کار کاوه.