ملګري ملتونه: د نیول کېدو او شړلو وېره له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو اصلي لامل دی

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د نیول کېدو او شړلو وېره په تېرو دوو کلونو کې له پاکستان څخه افغانستان ته د افغانانو د راستنېدو اصلي لامل دی.

یو این ایچ‌ سي‌ار او آۍ او‌ اېم په یوه ګډ راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر تر ۲۰۲۵ کال پورې له یوه میلیون څخه ډېر افغانان له دغه هېواده افغانستان ته راستانه شوي دي.

د یوې شپږ کسیزې کورنۍ سرپرست، چې په پاکستان کې یې درې کاله ژوند کړی او اوس بېرته کابل ته ستون شوی، وايي: د پولیسو د فشارونو له امله اړ شو چې بېرته راستون شي. نوموړي د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل:
"زه درې کاله په اسلام‌اباد کې وم، هلته ستونزې ډېرې زیاتې وې؛ د کور لګښتونه، کرایه او نور مصارف. د دې ترڅنګ د پولیسو ازار او اذیت؛ هره ورځ به راتلل او موږ به یې تنګول. واقعاً نور مایوسه شوم. د انتقال پروسه هم ډېره نهیلوونکې وه. وروسته مې د 'جي ټي روډ' په نوم یوې سیمې ته کور یوړو، هلته هم د پولیسو له جنجاله خلاص نه شوم. مجبور شوم چې بېرته افغانستان ته راستون شم."

یوه مېرمن، چې دا هم له خپلې کورنۍ سره یو ځای د کډوالۍ د پروسې د بشپړېدو په موخه پاکستان ته تللې وه، او اوس د پولیسو د نیولو له وېرې بېرته افغانستان ته ستنه شوې، د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل:
"اته میاشتې مې په پاکستان کې تېرې کړې. د پاکستان حکومت زموږ د ویزو موده یوې میاشتې ته راکمه کړه، بیا هم مو وېزه تمدید کړه، خو اوس یې هماغه تمدید هم بند کړی دی. پولیس هره ورځ او شپه راتلل، کورونه به یې پلټل او خلک به یې نیول، حاجي کمپ ته به یې انتقالول. مجبور شوو بېرته افغانستان ته راشو."

په همدې حال کې، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنري یو این ایچ‌ سي‌ ار او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې ډېری افغانان له پاکستانه د نیول کېدو او شړلو له وېرې راستانه شوي دي.

د دغو دواړو بنسټونو په ګډ راپور کې، چې پرون جمعه د جولای په ۲۵مه خپور شوی، راغلي:
"په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د فشار له زیاتوالي او د بېرته ستنولو د پلان د دویم پړاو له پیلېدو وروسته، له ۲۰۲۳ کال د سپټمبر راهیسې تر ۲۰۲۵ کال پورې، له ۱۱ لکه او ۴۵ زره څخه ډېر افغانان بېرته ستانه شوي دي."

په راپور کې راغلي چې له راستنېدونکو افغانانو څخه له ۸۵ سلنه ډېر یې بې اسناده وو.

راپور زیاتوي چې د افغان کډوالو د راستنېدو کچه د روان کال په اپرېل کې اوج ته ورسېده او بیا په جولای کې یو څه کمه شوه.

یادې ادارې وايي، په پاکستان کې د "پي‌او‌ار" کارت لرونکو قانوني حیثیت د پاکستان د حکومت له‌خوا د دغه کارت د مودې د غځولو له پرېکړې سره تړاو لري.

که څه هم د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي مخکې ویلي وو چې د کارتونو اعتبار به ونه غځول شي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې تر اوسه کومه پرېکړه نه ده شوې.

یو شمېر د "پي‌ او‌ ار" کارت لرونکي، چې په پاکستان کې یې د استوګنې موده د جون په ۳۰مه پای ته رسېدلې، مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د نیول کېدو او شړلو له وېرې افغانستان ته راستانه شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ استازی عرفات جمال وايي چې د روان کال تر نیمایي پورې له ۳۰۰ زره څخه زیات افغانان له پاکستانه راستانه شوي دي.

د پناه غوښتنې د حقونو د څار ادارې د روانې جولای میاشتې په ۲۴مه په یوه بیان کې ویلي، په پاکستان کې زرګونه افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي. زیاتره له هغو کسانو څخه چې د بیا مېشتېدو وړتیا لري، د نیول کېدو او شړلو له ګواښ سره مخ دي، چې دا وضعیت یې هیلې له منځه وړي.

یادې ادارې ټینګار کړی چې پاکستان باید د کډوالو حقونو ته درناوی ولري او له بې‌ځایه شویو کورنیو سره باید له سخت او تبعیضي چلنده ډډه وکړي.