ټرمپ به د بریتانیا له صدر اعظم کایر سټارمر او د اروپایي کمیسیون له مشرې اورسلا فون دیرلاین سره پر سوداګریزو اړیکو او یوشمیر نورو مسلو خبرې وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سکاټلنډ کې د سفر لومړۍ ورځ د " ټرمپ انټرنشنیل سکاټلنډ" په نوم خپل ګلف میدان کې تیره کړه.
د ټرمپ له خوا د ګلف لوبې پر مهال د میدان شاوخوا ته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو.
د ګلف میدان ته د ټرمپ له تګ مخکې ګڼ شمیر پولیسو او پوځیانو دغه سیمې وپلټلې.
میدان ته غځیدلې لارې بندې شوي او خلکو په او خبریالانو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کیږي.
ټرمپ به د سه شنبې تر ورځې خپل سفر ته دوام ورکړي او اسوشیتد پریس خبري اژانس لیکي چې هغه به د بریتانیا له صدر اعظم، د سکاټلنډ له لومړي وزیر او نورو چارواکو سره پر سوداګریزو مسلو خبرې وکړي.
له ټرمپ سره په دې سفر کې د سپینې ماڼۍ سلاکاران، استخباراتي اجنټان او امریکایي خبریالان ملګرتیا کوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې تیلور راجرز دا یو کاري سفر بللی دی.
ټرمپ به د یکشنبې په ورځ د اروپایي کمیسیون له مشرې اورسلا فون دیرلاین سره هم وګوري.
ټرمپ داسې مهال بریتانیا ته تللی چې د هغه دولت پر اروپایي تولیداتو تعرفې لوړې کړي او کتوونکي وایي، د سوداګریزو بحثونو یوه مسله به د همدې تعرفو کمول وي.
د جمعې په ورځ د سکاټلنډ په ایرشایر هوایي ډګر کې له الوتکې تر ښکته کېدو وروسته ټرمپ خبریالانو سره خبرو کې کډوال د اروپا لپاره یو لوی خطر وباله.
هغه ویلي، اروپایي ټولنه باید د کډوالو په ضد لاس سره یو کړي که نه، کډوال به دغه لویه وچه له منځه یوسي.