د کډوالو د څار اداره: «د افغان ښځو او نجونو نیونې ټکان ورکوونکې دي»

د کډوالو د حقونو د څار اداره (Refugee Rights) وایي، په پاکستان کې د افغان کم عمره نجونو او ښځو د نیولو صحنې دومره دردناکې دي چې لیدل یې ټکان ورکوونکی دي.

یاد سازمان د پنجشنبې په ورځ، د جولای ۲۴مه، پر خپل ایکس (پخوانی ټویټر) پاڼه خپره کړې اعلامیه کې د پاکستان له حکومته غوښتي چې د کډوالو له کورنیو سره له مجرمانه چلند ډډه وکړي او د نړیوالو قوانینو مطابق د دوی له حقونو سرغړونه ونه‌کړي.

دا سازمان د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان ښځو او نجونو د نیولو پر دوام ژوره اندېښنه ښودلې او دا ډول جبري نیونې او ایستنې یې د دغو ښځو او نجونو د ژوند، کرامت او امنیت لپاره مستقیم ګواښ بللی دی.

ژړا، زارۍ او زور زیاتی

د د کډوالو د حقونو د څار اداره لخوا خپره شوې یوه ویډیو ښيي چې پاکستاني پولیس کم عمره افغان نجونې او ښځې، چې ژاړي او زارۍ کوي، پر زوره د پولیسو په موټرونو کې پورته کوي.

په اسلام‌اباد کې میشتو افغان کډوالو هم د نیونو د زیاتوالي پخلی کړی او وايي، چې ان ماشومان او امیندواره میرمنې هم نیول شوې او له هېواده ایستل شوې دي.

یوې افغانې ښځې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته ویلي"زه یو څوک پېژنم چې پولیسو نیولې او اوس په حاجي کمپ کې ده، یوه ۱۵ کلنه نجلۍ ده. دوه اونۍ کېږي چې هلته ده. د (FIA) تحقیق وښوده چې بې‌ګناه ده، خو بیا یې د معمولي پولیسو صلاحیت ته وسپارله. هغوی ته یې ویلي، خوښه مو، یا خوشې یې کړئ یا وباسئ."

"ماشومان، امیندواره مېرمنې، حتی شېدې خوړونکي"


فرشتې قاري‌زاده، چې په اسلام‌اباد کې اوسېږي، هم ورته حالت بیان کړی. دا وايي"د تېرو څو ورځو راهیسې د افغان کورنیو نیول او ایستل ډېر شوي. شېدې خوړونکي ماشومان، امیندواره مېرمنې او داسې کورنۍ چې هېڅ چاره نه لري هم له هېواده شړل شوي دي."

هغې زیاته کړه چې یوه امیندواره ښځه، چې د زېږون نېټه یې نېږدې وه، له خپلې کورنۍ سره کمپ ته ولېږل شوه. روغتیايي حالت یې خراب شو، وروسته تورخم ته یوړل شوه او هلته روغتون ته وسپارل شوه.

"کم عمره نجونې له کورنیو پرته ایستل کېږي"

عبدالرحمن امیري، چې تېره میاشت له خپلې کورنۍ سره د اسلام‌اباد له حاجي کمپ څخه افغانستان ته شړل شوی، وايي: "ما داسې کم عمره نجونې ولیدلې چې له کورنۍ پرته کمپ ته راوستل شوې وې. یوه پېښه مې له نږدې ولیده، دوه نجلۍ له پلار پرته راوستل شوې وې. پلار یې ویزه لرله، خو ځکه چې لوڼو یې نه لرله، پخپله خوښه کمپ ته راغی تر څو له دوی سره یوځای واېستل شي."

په دې اړه نور: ملګري ملتونه؛ که چیرته د افغان کډوال راستنیدل سم مدیریت نشي په سیمه کې بې ثباتي رامنځته کوي

د نړیوال اقدام غوښتنه

د کډوالو د حقونو د څار اداره ویلي، په پاکستان کې زرګونه افغان کډوال د سختو شرایطو سره مخ دي. د سازمان په وینا، ډېری دا کسان د بیا مېشتېدو مستحق دي، خو نیونې او ایستل د دوی د کیسونو پروسه له جدي خطر سره مخ کوي.

دا اداره له نورو کډوالو سازمانونو او هغو هېوادونو لکه امریکا، کاناډا، جرمني، فرانسه او اسټرالیا چې د بیا مېشتېدو پروګرامونه لري، غوښتي چې سمدستي او عملي اقدام وکړي.

د سازمان له نظره، "کډوال مجرمین نه دي" او دا وخت د نړیوالې همغږۍ او پیوستون دی، نه د تعقیب او ځورونې.

د کډوالو وضعیت لا پسې خرابېږي

په ورته حال کې، د پاکستان حکومت له خوا د افغان ویزو د تمدید بهیر درېدلی او هم‌مهاله د نیونو او ایستلو لړۍ ګړندۍ شوې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د معلوماتو له مخې، یواځې په روان کال کې تر ۳ لکو زیات افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.