دې مېرمنې ازادي راډیو ته وویل "زموږ له دوستانو او ګاونډیو څخه یوه نوې ناوې یې نیولې وه. د ۵۰ زره افغانیو جریمې په بدل کې ازاده شوه. اصلي دلیل یې نه دی معلوم. ناوې حجاب درلود، خو بیا هم نیول شوې وه، یوازې د کور سودا ته وتلې وه."
نوموړې وایي، د نیول شوې ناوې کورنۍ اوس له سختې وېرې سره مخ ده او هڅه کوي له سیمې کډه شي. د هغې په وینا د ناوې د خسرګنې کورنۍ ډېر غصه دي او ناوې نه پرېږدي چې له چا سره خبرې وکړي.
نورې ورته پېښې هم راپور شوې دي
یوې بلې ښځې هم چې د کابل اوسېدونکې ده، له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې د تره لور یې څو ورځې وړاندې د طالبانو لخوا دوه شپې بندۍ شوې وه. نوموړې وايي "زما د کاکا لور، چې د حجاب په مسئله کې ډېره جدي ده، د طالبانو له خوا ونیول شوه. کورنۍ یې نه غواړي چې دا موضوع علني شي. اوس دا نجلۍ له سختې روحي ستونزې سره مخ ده."
دا مېرمن زیاتوي چې دا او خور یې څو ورځې وړاندې د موبایل اخیستو لپاره له کوره وتلې وې، خو د رنګه حجاب له امله د امر بالمعروف کارکوونکو له خوا ډېرې وګواښل شوې، او اوس د کورنۍ له خوا له وتلو منع شوي دي.
په دې اړه نور: ملګري ملتونه: کابل کې د طالبانو لهخوا د ښځو نیول د دوی د سیستماتیک پالیسیو یوه برخه دهمدني ټولنې: له بند وروسته ښځې له تاوتریخوالي سره مخ دي
د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو مجمع تازه ویلي چې هغه ښځې او نجونې چې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا نیول شوې، تر خوشې کېدو وروسته له کورني تاوتریخوالي او فشارونو سره مخ شوي دي.
د دې ټولنې ویاند عبدالله احمدي، د جولای په ۲۴مه وویل "نیول شوې ښځې لږ تر لږه درې ورځې په زور بندي ساتل کېږي. خوشې شوې نجونې بیا په کورونو کې له تاوتریخوالي سره مخ دي. دا یوه سیستماتیکه سرغړونه ده."
د یادې ټولنې په وینا، د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له خوا د ښځو نیول، غیرقانوني جریمې، او د ګرځنده تلیفونونو او اسنادو ضبط، د مالي استفادې لپاره د مذهبي وسیلو کارول دي، چې د ښځو انفرادي، ټولنیزې او بشري ازادۍ ته جدي خطر پېښوي.
عکس آرشیف
د طالبانو دریځ
د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند، خالد ځدران، وویل: "زموږ د پولیسو له خوا هېڅ ښځه نه ده نیول شوې، او نه هم کومې امنیتي حوزې ته وړل شوې ده."
په دې اړه نور: کابل کې ( د حجاب نه مراعتولو) په تور یو شمېر ښځې نیول شويدا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې، سیفالاسلام خیبر بي بي سي ته ویلي و، چې دوی یوازې د حجاب په اړه سپارښتنې کوي او له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې کمپاین پیل کړی.
نړیوال غبرګون ته اړتیا
د بشري حقونو فعالان وايي چې دا وضعیت د نړیوالو اندېښنو وړ دی. دوی له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د ښځو د حقونو سازمانونو غوښتي چې د طالبانو د دا ډول اقداماتو مخنیوی وکړي.