د اسراییل او سوریې جګپوړو چارواکو په لومړي ځل په پاریس کې سره ولیدل

د سوریې د نوي حکومت، چې مشري یې احمد شرع کوي، تر جوړېدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې د اسراییل او سوریې جګپوړي چارواکي له یو بل سره مخامخ خبرو ته کښېني. دا کتنه په پاریس کې د یوه جګپوړي امریکایي دیپلومات په منځګړیتوب ترسره شوه.

د سوریې د نوي حکومت، چې مشري یې احمد شرع کوي، تر جوړېدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې د اسراییل او سوریې جګپوړي چارواکي له یو بل سره مخامخ خبرو ته کښېني. دا کتنه په پاریس کې د یوه جګپوړي امریکایي دیپلومات په منځګړیتوب ترسره شوه.

په دې خبرو کې د اسراییل له اړخه د ستراتېژیکو چارو وزیر ران درمر، چې صدراعظم نتان یاهو ته نژدې سیاستوال بلل کېږي، او د ملي امنیت سلاکار څاخي هانګبي ګډون درلود. د سوریې له اړخه بیا د بهرنیو چارو وزیر اسعد شیبانی، چې ولسمشر احمد شرع ته نژدې شخصیت ګڼل کېږي، برخه اخیستې وه.

دا څلور ساعته ناسته د پنجشنبې په ورځ، د سرطان په دوهمه نېټه، د امریکا د ځانګړي استازي تام باراک په کوربتوب ترسره شوه. توماس باراک دا مهال په ترکیه کې د امریکا سفیر هم دی او د سوریې لپاره د ځانګړي استازي دنده هم په غاړه لري.

توماس باراک په ایکسپاڼه کې په یوه پیغام کې لیکلي، د پاریس مذاکرات «دقیقاً خپلو اهدفونو ته» چې د تاوتریخوالي کمول وو، رسیدلي، او ټولو خواوو د خپلو هڅو د دوام ژمنه وکړه.

دا لومړی ځل نه دی چې د سوریې او اسراییل چارواکي سره ویني، خو وروستی ځل دا ډول لیدنه په ۲۰۰۰ میلادي کال کې شوې وه، کله چې د هغه وخت د امریکا ولسمشر بیل کلینټن د حافظ اسد (د بشار اسد پلار) د حکومت او اسراییل تر منځ د سولې هڅې کولې.

تازه لیدنه داسې مهال ترسره شوه چې یوه اوونۍ مخکې د سوریې په جنوبي ولایت سویدا کې مرګوني نښتې وشوې. په دغو نښتو کې د اسراییل پوځ د دروزی اقلیت د ملاتړ په موخه د سوریې پر دولتي ځواکونو، آن د ولسمشرۍ ماڼۍ پر دروازه او دفاع وزارت هوایي بریدونه وکړل.

د امریکا حکومت اندېښنه لرله چې د سویدا په څېر کړکېچونه او په هغه سیمه کې د اسراییل مداخله به سیمه نوره هم بې‌ثباته کړي او د سوریې په اړه د واشنګټن ډیپلوماتیکې هڅې به کمزورې کړي.

ښاغلي باراک د سوریې په وروستي کړکېچ کې د اسرائیلي پوځ مداخله «په بدترین وخت کې مداخله» بللې وه.

د "اکسیوس" وېب‌پاڼې د راپور له مخې، اسراییلي او امریکايي چارواکو ویلي چې د پاریس خبرې «لومړنی ګام» و، او که چیرې د اسراییل او سوریې ترمنځ د اړیکو د عادي‌کېدو لپاره په احتمالي خبرو کې پرمختګ وشي، نو دواړه اړخونه ــ اسراییل او سوریه ــ باید د باور جوړونې لپاره ګامونه واخلي.