طالبانو له افغان سوداګرو څخه راستنو شویو کډوالو ته د کار موندنې په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت راستنو شویو کډوالو ته د کار موندنې په برخه کې له افغان سوادګرو د مرستې غوښتنه کړې ده.

دغه وزارت پرون په کابل کې راستنو شویو کډوالو ته د کارموندنې په غونډه کې پر افغان سوداګرو غږ کړی چې د هېواد دننه پانګونه وکړي، څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د دغه وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ویلي، "افغان سوداګر دې د ترکیې او نورو هېوادونو پر ځای افغانستان کې پانګونه وکړي، څو له خپلو تولیداتو او صنعت مو ملاتړ وشي".

د طالبانو حکومت راستنو شویو کډوالو ته د کار موندنې دا غونډه په داسې حال کې جوړوي چې په میلیونو کډوالو په وروستیو څو میاشتو کې له ایران او پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال انديښمن دي او وايي، افغانستان کې د کار فرصتونه نشته.

د کډوالو له راستنیدو وړاندې ډیر شمیر ځوانانو د بې کارۍ له وجې د ایران او پاکستان په ګډون یو شمیر اروپايي او نورو هېوادونو ته کډوال شوي وو.