د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايی، د دوی په زندان کې د بریټانوي بندي جوړې ټول حقونه خوندي دي.
ښاغلي متقي چې نن چهارشنبې د رسنیو په مرکز کې د بهرنیو چارو وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو په ناسته کې رسنیو ته ویلي، " په زندان کې د بریټانوي جوړې ټول بشري حقونه خوندي دي او له خپلې کورنۍ سره تماس کې دي، روغتیايي خدمتونه ورته برابر شوي او د خلاصون لپاره يې هڅې روانې دي".
د متقي په ټکو، تراوسه د دغې بریټانوي جوړې د خلاصون مراحل لا تکمیل شوي نه دي.
۸۰کلن پیټر رینولډز او ښځې يې باربي د څرخي پله په زندان کې له څه باندې ۱۲ اونیو راهیسې بندیان دي.
دغې جوړې میاشت وړاندې بریټانوي رسنیو سره په خبرو کې د طالبانو زندان دورخ ته ورته بللی وو، او ویلي و چې له خطرناکو زندانیانو سره بندیان دي.
دغې جوړې له ۲۰۰۹کال راهیسې افغانستان کې د «ریبلد» په نوم موسسې له لارې په روغتیايي، تعلیمي او روغنیزو چارو کې خدمتونه وړاندې کول.