ګوتیریش: لوږه اوس د غزې هره دروازه ټکوي

غزه کې مرستې ته په تمه میرمنې او ماشومان

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه پریکړه لیک کې د دغه سازمان له ۱۹۳ غړو وغوښتل چې د غزې په ګډون یو شمیر هېوادونو کې د روانو جګړو هواري ته ټولې ممکنه لارې چارې وسنجوي.

د دوی اشاره د اوکراین، سوډان، هیټي او میانمار جګړو او شخړو ته وه چې هره ورځ د انسانانو ژوند اخلي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش وویل، لوږه اوس په غزه کې د هر کور دروازه ټکوي او په خبره یې اسراییل غزې ته د ملګرو ملتونو د مرستو مخه نیولې ده.

ملګرو ملتونو وړاندې تر دې په ځلونو په غزه کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی، خو هلته د جګړې په کچه کې کوم بدلون نه دی راغلی.

یوه تازه راپور کې ویل شوي چې شاوخوا زر تنه فلسطینیان تیرو څو اونیو کې داسې مهال وژل شوي چې د مرستو ټولولو مرکزونو کې مرستو ته راټول شوي وو.