اوکرایني او روسي مرکچیان سبا په ترکیه کې د سولې بل پړاو خبرو ته کیني

ستانبول کې د روسیې او اوکراین مرکچیان

ټاکل شوې د اوکراین او روسیې مرکچیان سبا چهارشنبه په ترکیه کې د سولې بل پړاو خبرې پيل کړي.

دا خبره د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي داسې مهال کړې چې سولې ته د رسیدو لپاره پر کرملین د لویدیځ فشارونه زیات شوي دي.

تر دې وړاندې ستانبول کې دوه پړاوه خبرې شوي، خو په ظاهره یې د جګړې پر لیکو کوم اغیز نه دی کړی.

د سولې د نوي پړاو دا خبرې داسې مهال پلان شوي چې روسیې د اوکراین پر پلازمېنې او نورو ښارونو خپلو خونړیو هوایي بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د سولې پر خبرو سربیره د زندانیانو تبادله د سبانیو خبرو مهمې مسسلې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې مسکو ته ۵۰ ورځې مهلت ورکړ چې له اوکراین سره سوله وکړي، که نه پراخ بندیزونه به پرې ولګوي.