د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت د مرستیال احمدالله زاهد په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته رسیدلی دی.
دا سوداګریز پلاوی داسې مهال هلته سفر کوي چې وړاندې تر دې د سوداګرۍ خونې او خپله سوداګرو ویلي چې پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې خپلې ژمنې نه پلې کوي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د دوشنبېې په ورځ ناوخته خبر ورکړی چې د دغه سفر موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ " د ترانزیټ، سوداګرۍ او د ترجیحي تعرفې اړوند پر مهمو موضوعاتو" خبرې کول دي.
دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مشرۍ یو پلاوی کابل کې و او له طالب چارواکو سره یې پر بیلابیلو مسلو خبرې وکړې.
پاکستان کې په دې وروستیو کې د ناامنیو پيښې هم ډیرې شوي چې وخت نا وخت یې پړه پر افغان طالبانو اچول کیږي.
پاکستاني لوری وایي، د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې ازاد فعالیت لري او له همغه ځایه پر پاکستان بریدونه پلانوي.
د طالبانو چارواکي بیا تل دا ادعاوې ردوي او وایي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاورو د نورو په ضد وکاروي.