کابل کې ( د حجاب نه مراعتولو) په تور یو شمېر ښځې نیول شوي

ارشیف

راپورونه وايي د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبینو د کابل په یو شمېر سیمو کې یو وار بیا ځینې مېرمنې او نجونې د هغه څه له امله نیولي چې طالبان یې بې حجابي بولي.

د کابل یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې پرون یکشنبه د قلعه فتح الله په سیمه کې طالبانو له ۱۵ تر ۲۰ نجونې او میرمنې ونیولي.

نوموړې ادعا وکړه چې دغو نجونو او ښځو د طالبانو د خوښې حجاب هم کړی وو خو بیا هم د ده د ادعا له مخې ونیول شوې او په عسکري موټرو کې نامعلوم لوري ته یوړل شوې.

د امر بالمعروف محتسبنیو د کابل په قلعه فتح الله کې یو شمېر ښځې او نجونې چې شمېر به یې ۱۵ یا ۲۰ ته رسېده ونیولې
د کابل یوه اوسیدونکې

دغه سرچینې وویل: "تېره ورځ د امر بالمعروف محتسبنیو د کابل په قلعه فتح الله کې یو شمېر ښځې او نجونې چې شمېر به یې ۱۵ یا ۲۰ ته رسېده ونیولې او په ډېرې بې دردې یې موټرو ته وخېژولې، په داسې حال کې چې دوی حجاب هم مراعت کړی وو خو یو شمېر نجونو په کې رنګه حجاب کړی وو، په دوی کې زما یوه دوسته هم شامله ده چې تر اوسه یې معلومات نشته چې په کوم ځای کې زنداني ده او چرته وړل شوې ده."

سرچینې دغه راز ادعا وکړه چې د ده د معلوماتو له مخې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو د کابل په یو شمېر نورو سیمو په ځانګړي ډول کوټه سنګي (میرویس میدان) او دشت برچي کې هم یو شمېر ښځې او نجونې د حجاب د نه مراعت په تور نیولي دي.

د راپورونو له مخې طالبانو په وروستیو څو ورځو کې ظاهرا د حجاب د نه مراعت کولو په تور په کابل کې د ښځو او نجونو د نیولو لړۍ پیل کړې ده.

د روانې جولای په ۱۷ مه یو شمېر ښځو له ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې د کابل په شهر نو کې د امر بالمعروف وزارت کارکونکو د دوی ځینې خپلوانې او همکارانې نیولي او بندیانې کړي دي.

یو شمېر نورو ښځو چې د طالبانو له لوري نیول شوې وې ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي د حجاب له مراعت کولو سره سره د طالبانو له لوري نیول شوي، سپکې سپورې ورته ویل شوي خو له څو ساعته بند وروسته په ضمانت خوشې شوي دي.

په همدې حال کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي د طالبانو دغه وروستي کړنې د هر ډول قانون او شریعت خلاف عمل او د انساني کرامت سپکاوی دی.

طالبانو یو وار بیا د کابل له بېلابېلو سیمو کې تر ۱۰۰ مېرمنې او نجونې نیولي او نامعلوم لوري ته یې وړې دي
ترنم سیدي

د ښځو د مشارکت شبکې مشرې ترنم سیدي ازادي راډيو ته وویل: "طالبانو یو وار بیا د کابل له بېلابېلو سیمو کې تر ۱۰۰ مېرمنې او نجونې نیولي او نامعلوم لوري ته یې وړې دي، د دوی ګناه یوازې دا وه چې له کوره راوتلې وې او د خپلې کورنۍ لپاره یې سودا اخیسته، دوی د ماسک د نه مراعت کولو په تور نیول شوي دي، څلور کاله تېر شول خو طالبانو وښوده چې دوی د بدلېدو وړ نه دي، او دوی په دې دومره وخت کې د ښه کېدو په لور ان یو قدم وانه خیست."

اغلې ترنم له نړیوالې ټولنې غواړي د طالبانو د دغه اقدام په وړاندې غلي پاتې نه شي او په دې ډله فشارونه راوړي تر څو د ښځو له ځپلو لاس واخلي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف السلام خیبر په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو په ټولنیزو رسنیو په یو شمېر خپرو شویو ویډیو ګانو کې ښودل کیږي چې نجونې او ښځې چیغې وهې او طالبان دوی نیسي.

د طالبانو دغه کړنې په کور دننه پراخه غبرګونونه هم راپارولي دي.

د شنبه های ارغواني په نوم د ښځو د حقونو بنسټ په یو بیان کې د دغه ښځو نیول غندلي او د طالبانو له زندانونو نه یې د دغه ښځو د سملاسي خوشې کېدو غوښټنه کړې ده.

په بیان کې راغلي دي چې دا اقدام په افغانستان د ښځو د ځپلو یوه بله څرګنده بېلګه ده.

د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې په یوه اعلامیه کې د طالبان دا عمل د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه بللې او ویلي یې دي نړیواله ټولنه باید طالبان د دغه کړنو په اړه ځواب ویلو ته اړ کړي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته د کار او زده کړو په ګډون په ښځو پراخه محدودیتونه لګولي دي.

ښځې د ورزش، ورزشي لوبغالو ته تګ او له محرم پرته د سفر کولو حق نه لري.

دغه راز په ښځو د حجاب مراعتول جبري کړل شوي دي.

که څه هم طالبانو ویلي چې دوی د شریعت له مخې د ښځو حقونه تامین کړي خو د دوی دا ادعا د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو ته د منلو نه ده.