د پکتیا په زرمت کې یوه ښځه او یو نارینه په دُرو ووهل شول

عکس له آرشیف څخه

طالبانو پرون د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې یوه ښځه او یو نارینه په درو ووهل.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې دا کسان د هغه څه په خاطر چې نامشروع اړیکي بلل شوي، په عام محضر کې په ۳۵ درو وهل شوي دي.

په بیان کې دا یادونه هم شوې چې دواړه تورن په ۱۸ میاشتې حبس هم محکوم شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ تېره میاشت وویل چې په روان کال کې د طالبانو له خوا د علني سزاګانو د تطبیق په مواردو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.