جرمني کې میشتو افغانانو په یوې ناسته کې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري اخراج انديښنه ښودلې

د جرمني په کولن ښار کې د افغانانو ناسته

د جرمني په کولن ښار کې میشتو افغانانو د ملي مرکې په نوم په یوې ناسته کې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو پر جبري اخراج انديښنه ښودلې ده.

دا ناسته چې پرون شنبې د پخوانیو سیاسیون، علمي، ټولنیزو شخصیتونو او ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه، موخه يې د افغانستان د روان وضعیت ارزونه، د افغانانو یووالی او له افغانستانه بهر د سولې په بهیر کې د افغانانو رول وو.

د ملي مرکو اساسي موخه دا ده چې د افغانستان پر بینادي ستونزو او بحرانونو خبرې وشي، دغو بحرانونو ته حل لارې ولټول شوي او د حل لارو د تطبق لپاره یو ولسي انسجام رامنځته شي
خوشاله روهي

د ناستې ګډونوال ویلي، په ایران او پاکستانه له افغان کډوالو سره د ټولو انساني ارزښتونو او نړیوالو اصولو خلاف چلند کیږي او له دواړو هېوادونو يې غوښتي چې دغې وضعیت ته د پای ټکی کیدي.

په دې ناسته کې د طالبانو پر حکومت هم غږ شوی چې د افغانستان د پرمختګ لپاره دې د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړل شي.

د جرمني په کولن کې بهر میشتې افغانان په داسې حال کې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو پر شړلو انديښنه څرګندوي چې په وروستیو څو میاشتو کې ایران او پاکستان په میلیونونو افغانان په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ملي مرکو لړۍ چې د ملي محور په نوم ګوند له خوا چې مشري يې لیکوال خوشال روهي کوي ازادي راډیو ته په رالیږلي ویډیو پیغام کې وویل، "د ملي مرکو اساسي موخه دا ده چې د افغانستان پر بینادي ستونزو او بحرانونو خبرې وشي، دغو بحرانونو ته حل لارې ولټول شوي او د حل لارو د تطبق لپاره یو ولسي انسجام رامنځته شي".

د ملي مرکو ناستې له دې وړاندې په لندن، برمینګهم او برلین کې جوړې شوې وې د تنظم کوونکو په خبره يې موخه يې د بهر میشتو افغانانو لپاره د یوه علمي، تعاملي او مشارکتي فضا رامنځته کول دي.