د ایراني چارواکو له قوله ورکړل شوي راپورونه وايي چې ایران د افغان کډوالو د وتلو مهلت د نژدې نورې یوې نیمې میاشتې لپاره اوږد کړی دی.
ایراني رسنۍ راپور ورکوي چې په رضوي خراسان ولایت کې د ایران د بهرنیوچارو وزارت استازي احمد موسوي فر پرون په مشهد کې یوې خبري غونډې ته ویلي دي چې د ایران حکومت د بې اسنادو افغان کډوالو د وتلو مهلت د سپټمبر تر شپږمې (د وږي ۱۶مه) نېټې پورې غځوي.
له خبري غونډې وروسته په خپاره شوي بیان کې راغلي دي چې ایران دا پرېکړه د امکاناتو د نشتوالي او سختې تودوخې له کبله کړې ده.
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمیشنري وايي چې له ایرانه په سلو کې نژدې اویا سلنه افغان کډوال چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي په جبري ډول ایستل شوي دي.