په هغه اعلامیه کې چې د ۲۰۲۵ کال د جولای پر ۱۸مه خپره شوې، ویل شوي چې له روان کال د پیل راهیسې تر اوسه له ایران او پاکستانه څه کم دوه میلیونه افغانان افغانستان ته جبري استول شوي دي. د راپور له مخې، تر یو نیم میلیون زیات کسان له ایران څخه شړل شوي چې یوازې د جون له ۲۴مې وروسته یې شمېر ۴۱۰ زره ته رسېږي، او له پاکستانه هم تر ۳۰۰ زره زیات افغانان بېرته افغانستان استول شوي دي. په شړل شوو کسانو کې زرګونه بېسرپرسته ماشومان هم شامل دي.
د ملګرو ملتونو دې کارپوهانو ویلي، له ایران سره د اسراییل د شخړې وروسته، په ایران کې امنیتي اندېښنې زیاتې شوې او ورسره یو ځای له افغانانو سره کرکه او د هغوی جبري ایستل هم چټک شوي او ان هغه افغانان هم شړل شوي چې قانوني اسناد یې لرل.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، "افغانستان اوس هم د ستنېدونکو لپاره خوندي نه دی" او یادونه یې کړې چې په ۲۰۲۱ کال اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې هلته د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې خراب شوی، چې له کبله یې "شړل شوي افغانان د ځورونې، انتقام اخیستنې او تاوتریخوالي له جدي خطر سره مخ دي."
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په افغانستان کې د پراخو سرغړونو یادونه کړې، لکه د ښځو او نجونو پر ضد سیستماتیک تبعیض، او د قومي او مذهبي اقلیتونو د حقونو محدودېدل.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې د پخواني حکومت چارواکي، قاضیان، څارنوالان، د بشري حقونو مدافعین، خبریالان، او هغه کسان چې د طالبانو له سیاستونو سره مخالف دي، تر ټولو له زیات خطر سره مخ دي.
کارپوهانو ټینګار کړی: "هیڅ دولت باید په افغانستان کې له موجودو او فوري خطرونو سترګې پټې نه کړي."
دوی دا هم ویلي چې ډېری شړل شوو کسانو ته د پناه غوښتنې منصفانه بهیر ته د لاسرسي اجازه نه ده ورکړل شوې او په کوربه هېوادونو کې دوی له تبعیض، بېبنسټه بندي کولو او ناوړه چلند سره مخ شوي.
دې ډلې د هغو هېوادونو پر پالیسیو اندېښنه څرګنده کړې چې له افغانستانه د بېځایه شویو کسانو د بېرته ځای پر ځای کېدو یا استوګنې پروګرامونه یې ځنډولي یا یې لغوه کړي، او له امله یې زرګونه افغانان چې پخوا ورته د پناه ژمنه ورکړل شوې وه، اوس له اوږدمهاله ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو دې کارپوهانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانانو د بشري اړتیاوو او بېرته ادغام د ملاتړ لپاره خپلې هڅې پراخې کړي. هغوی د خوندي تګلارو د پراختیا غوښتنه کړې چې افغانان پرې وکولای شي دریمو هېوادونو ته ولېږدول شي، او پر نړیوالو مرسته کوونکو یې غږ کړی چې هم افغانستان ته او هم یې کوربه هېوادونو ته مالي ملاتړ زیات کړي.
په ځانګړې توګه یې د کورنیو د بېلتون، د بېسرپرسته ماشومانو حالت، او د ښځو په تېره بیا د هغو ښځو چې د کور سرپرستې دي ، خطر ته اشاره کړې، کومې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.
یاده ګډه اعلامیه د ملګرو ملتونو څلورو ځانګړو راپور ورکوونکیو خپره کړې، چې په کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی رېچارډ بېنېټ، د ایران لپاره مای ساتو، د مهاجرت د چارو لپاره جهاد ماضي او د کورني بېځایه شویو لپاره پاولا ګاویریا بېتانکور شامل دي.
دوی د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا تر چتر لاندې خپلواکه ماموریت ترسره کوي.
په ورته وخت کې، یو شمېر هغه افغان کډوال چې تازه له ایرانه، افغانستان ته ستانه شوي، وايي چې د ګواښونو او ځورونو له امله بېرته ستنېدنې ته اړ شول.
د دوی له ډلې یوه چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته یې وویل:
"موږ ته یې وویل چې له کوره ووځئ، که نه نو وسایل مو سوځوو او تاسې هم وهو. موږ له وېرې هر څه پرېښودل، ځکه زموږ یو ګاونډی یې سخت وهلی و، نو موږ هم ووېریدو."
یو بل افغان چې دا هم تازه له ایرانه راستون شوی او ده هم ونه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل:
"د افغانانو وضعیت هلته ښه نه و، ځکه موږ ته یې کار نه راکوو. کله به چې هغه فابریکې یا ورکشاپ ته تللو چې پخوا مو پکې کار کاوه، ویل بهیې چې افغانانو ته کار نه ورکوو. ان په نانوایي کې هم موږ ته ډوډۍ نه رسېده. ګرځېدلی هم نهشو. بالاخره مجبوره شوو چې بېرته افغانستان ته راستانه شو."