قاضي رویس لامبرټ د جولای پر ۱۸مه په خپله پرېکړه کې وویل د امریکا د نړیوالو رسنیو اداره (USAGM ) باید د ۲۰۲۵ مالي کال لپاره د کانګرس له خوا ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو ته ځانګړې شوې پاتې بودیجه ورکړي. نوموړي څرګنده کړه چې دې ادارې نه یوازې د پیسو د ورکړې شرایط په ناقانونه توګه سخت کړي، بلکې لپاره یې له ازادې اروپا راډیو / ازادي راډیو سره په ښه نیت خبرو اترو کې هم پاتې راغلې چې قانوني سرغړونه ده.
قاضي لامبرټ په دې اړه خپله پریکړه کې ویلي:
"د دې محکمې په باور، دا بېسارې ده چې یوه فدرالي اداره دې له یوه همکار بنسټ سره، چې له څو لسیزو راهیسې ورسره کاري اړیکې لري، یو مخ نوی تړون وغواړي، او بیا له ځواب ورکولو ډډه وکړي ، په داسې حال کې چې دا اداره له قانوني پلوه مکلفه ده چې مشخصو بنسټونو ته کلنۍ بودیجه ورکړي."
د د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو مشر او اجرایوي رئیس سټیف کپس په یوې اعلامیه کې ددې پریکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي " دا پرېکړه زموږ د هغه نه ستړې کېدونکو قانوني هڅو پایله ده چې د امریکا د نړیوالو رسنیو اداره دې ته اړ باسو، څو د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو ته هغه مالي منابع ورکړي چې د دې بنسټ د حیاتي ماموریت لپاره ضروري دي."
سټیف زیاته کړې:
"دا بریا زموږ خبریالانو ته نوې انرژي ورکوي، څو هغو ۴۷ میلیونه مخاطبانو ته چې په اونیزه توګه زموږ خپرونې ور رسیږي د کره معلوماتو رسولو ته دوام ورکړي او د استبدادي حکومتونو له خوا خپرېدونکې ناسمې پروپاګندې پر ضد مبارزه جاري وساتي."
د امریکا د نړیوالو رسنیو اداره ( USAGM) یوه خپلواکه امریکایي فدرالي اداره ده چې د نړۍ په تر ۶۰ زیاتو ژبو هره اوونۍ له ۴۰۰ میلیونو زیاتو خلکو ته خبرونه او معلومات رسوي.
د ۲۰۲۵ مالي کال لپاره د ددې ادارې ټوله بودیجوي غوښتنه ۹۵۰ میلیونه ډالره وه، چې پکې د عملیاتي مصارفو او اړوند رسنیو تمویل شامل دي.
دا اداره لاندې رسنیز بنسټونه تمویلوي:
- د ازادې اروپا راډیو/ ازادۍ راډیو (RFE/RL)
- د امریکا غږ (Voice of America)
- ازادې آسیا راډیو
- د کیوبا خپرونو دفتر (Radio Martí)
- د منځني ختیځ د خپرونو شبکه (MBN)
- او د پرانیستې ټکنالوژۍ صندوق (Open Technology Fund)
د امریکا د نړیوالو رسنیو ادارې یا USAGM د اسنادو له مخې، ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو ته د ۲۰۲۵ مالي کال لپاره ځانګړې شوې بودیجه شاوخوا ۱۵۳ میلیونه ډالره ده.