د ایموجي نړیواله ورځ؛ افغان کاروونکي یې د احساساتو او شخصیتونو په بیان کې ګټوره بولي

ایموجي سره له دې چې د احساساتو، افکارو او حالاتو څرګندونه کوي، د لیکنیزو مکالمو د جذابیت لپاره هم کارول کېږي.

په ځانګړي ډول د ګرځنده تېلیفونونو له لارې او ټولنیزو رسنیو کې، خو په برېښنالیکونو کې هم، ان په رسمي هغو کې، ورنه ګټه اخیستل کېږي.

ایموجي چا او څنګه رامنځته کړه؟ یو افغان کارونکی یې، مجیب‌الرحمن ایمان، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په ۱۹۹۹ زېږدیز کال د جاپان خلکو دا شهکار رامنځته کړ، بیا یو جاپاني عالم شیګه‌تاکا کوریتا په منظم ډول سره ایموجیانې جوړې کړې. په ۲۰۰۰ کال کې ورو ورو پرمختګ یې وکړ، رنګین شوې، ښکلې شوې، بلاخره ایفون، ویندو او مایکروسافټ خپلو ټولو سیسټمونو ته یې ورزیات کړې."

د ویکي‌پېډیا معلوماتي ویب‌پاڼې د معلوماتو له مخې، جاپاني عالم شیګه‌تاکا کوریتا په ۱۹۹۹ زېږدیز کال کې ۱۷۲ ایموجيانې منظمې کړې.

د دغې ویب‌پاڼې د معلوماتو پر بنسټ، ایموجيانې په تېرو ۲۶ کلونو کې د پرمختګ بېلابېل پړاوونه وهلي دي.

انځورګره ساره سعیدي بیا ایموجي تصويري ژبه بولي او په دې هم ټینګار کوي چې د احساساتو په بیان کې ډېر رول لرلی شي.

اغلې سعیدي دغه شان زیاتوي چې ایموجيانې د شخصیت په څرګندولو کې هم رول لري:

"زموږ د شخصیت په څرګندولو کې رول لرلی شي، او برندونه او اشخاص کولای شي له ایموجیانو نه د ښو اړیکو ټينګولو او صمیمیت فضا رامنځته کولو په برخه کې هم ګټه واخلي."

افغانان هم په ورځنیو اړیکو او ډیجېټال فعالیتونو کې له ایموجیانو پراخه ګټه اخلي، خو کله کله ناسمه کارونه یې هم کېږي، چې د خپګانونو لامل ګرځي.

د کابل یو اوسېدونکی احمدشاه یې د ناسمې کارونې یوه کیسه کوي:

"یو ملګری مو چې پلار یې وفات شوی و، بل دوست مو غوښتل چې د خپګان ایموجي ورولېږي، خو په تېروتنه کې د خندا ایموجي ورلېږل شوې وه، چې د دوی ترمنځ بیا تر ډېره خپګان موجود و."

د یادونې ده چې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ، چې اوس طالبانو پرې بندیز لګولی، د بیرغونو د برخې په ایموجیانو کې شامل دی.

د جنترۍ په ایموجي بیا د جولای اولسمه لیکل شوې، هغه نېټه چې د نن ورځې سره سمون خوري.

دا نېټه له همدې امله د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د ایموجي د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي، خو دا نمانځنه، چې له ۲۰۱۴ راهیسې دود شوې، کومه رسمي بڼه نه لري.