د هغه جنازه نن سې شنبه په کابل او جلال اباد کې ادا او د ننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو.
هغه تر ډېره د سیاسي، حماسي او انتقادي نظمونو له امله یې مشهور او د خلکو په منځ کې یې محبوبیت درلود.
د وروستۍ ځل لپاره د روان لمریز کال په حمل میاشت کې په ننګرهار کې د نارنج ګل په مشاعره کې راڅرګند شو او په خپل نظم کې یې د طالبانو د حکومت په مشر توند انتقاد وکړ او دغه شان یې د نجونو د ښوونځیو د خلاصون غوښتنه وکړه.
هغه زما له نږدې ملګرو نه وو، ډېر مهربانه او په وطن مین شخصیت وو، هغه تل په مسایلو کې ملي موقف درلود، د هغه مړینه د ټول افغانستان لپاره ستره ضایع دههوتک
د ده د ډیره مینوالو په باور په دې مشاعره کې د تراب همدا شعر لامل شو چې په ټول هيواد کې د طالبانو له لوري په مشاعرو محدودیتونه ولګول شي.
تراب ته یو شمېر نږدې کسانو ادعا کړې چې د نارنج ګل له مشاعرې وروسته تر ډېره په کور کې نظر بند وو او اجازه نه ورکول کېده چې په شخصي مشاعرو کې برخه واخلي.
د هغه یو شمېر نږدې دوستانو ازادي راډيو ته وویل جې مطیع الله تراب په وطن مین شاعر وو او مړینه یې د پښتو ادبیاتو لپاره لویه ضایع ده.
د مطیع الله تراب یو نږدي ملګري صبغت الله هوتک ازادي راډيو ته وویل،
"هغه زما له نږدې ملګرو نه وو، ډېر مهربانه او په وطن مین شخصیت وو، هغه تل په مسایلو کې ملي موقف درلود، د هغه مړینه د ټول افغانستان لپاره ستره ضایع ده."
ځوان شاعر شفیع الله تاند وايي تراب د مشاعرو مالګه وه.
" تراب صیب یو وطن دوست دردمند شاعر وو، هغه له حالاتو نه ښه درک لرلو، نه یوازې نقد یې کاوه بلکې حاکمانو ته یې بنسټیزې حل لارې هم وړاندیز کولې، هغه د مشاعرو مالګه وه او که به یې په کومه مشاعره کې برخه نه وه اخیستې د هغې مشاعرې خوند به نه وو."
په دې اړه نور: د ولسي او حماسي شاعر مطیع الله تراب مړینې ته غبرګونونهافغان لیکوال او شاعر عبدالغفور لیکوال د مطیع الله تراب د شعرونو په اړه ازادي راډيو ته وویل،
"مرحوم مطیع الله تراب یو ولسي شاعر وو، چې خپل فکر یې د خلکو په ژبه د خلکو په منځ کې په جرت بیانولو، ځکه د خلکو ترمنځ محبوب هم وو، د محبوبیت بل لامل یې دا وو چې پوهېده چې خلک څه غواړي، د خلکو همدا غوښتنې او ګیلي یې د شعر په ژبه په صراحت بیانولې، او په هر ډول حالاتو کې یې د حاکمانو په وړاندې د شعر په ژبه مقاومت کاوه."
هغه د مشاعرو مالګه وه او که به یې په کومه مشاعره کې برخه نه وه اخیستې د هغې مشاعرې خوند به نه ووتاند
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه د هغه مړینه تایید او په دې اړه یې په خپل ایکس پاڼه ( پخواني ټویټر) خواشینې ښودلې ده.
پخواني ولسمشر حامد کرزي، یو شمېر شاعرانو او د مطیع الله تراب مینه والو په ټولینزو رسنیو د هغه مړینه خواشینونکې خبر بللی او دا یې د پښتو ادب لپاره ستره ضایع بللې ده.
نوموړی پرون دوشنبه د جولای ۱۴ مه د ۵۴ کلونو په عمر په خوست کې د زړه د دریدو له امله ومړ او نن سې شنبه د جولای ۱۵ مه د ننګرهار په خوګیاڼیو کې ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو.
د راپورونو له مخې مطیع الله تراب په ۱۳۵۰ لمریز کال کې د ننګرهار د خوګیاڼيو ولسوالۍ په کوز بهار سیمه کې زېږېدلی وو، نوموړی د عمر زیاته برخه په کډوالۍ کې د خیبر پښتونخوا کرمه او صدې کې تېره کړې او له هغې وروسته بیا په خوست ولایت کې میشت وو.
هغه په خوست کې شخصي کار روزګار درلود.
په ۲۰۰۸ کال کې د پکتیا په نښتر مشاعره کې یې ( داسې څوک شته چې د راغلو نه پوښتنه وکړي.؟) شعر ډېر مشهور شو او له هغه وروسته په هره مشاعره کې نوموړي ته د ګډون بلنه ورکول کېده.
ویل کیږي پنځه شعري ټولګې ( غبار پر هندارو، للمي ګلونه، د کاڼې اوبه، سپین بغاوت او زه په خپل کړي بغاوت باندې پښېمانه نه یم) په نومونو چاپ شوي او وروستۍ شعري ټولګه یې ( موږه د کلیو او بانډو لیوني ) یې تر چاپ لاندې وه.