د اوکراین پارلمان کې د سه شنبې په ورځ ( د چنګاښ ۲۴مه) د پوځي حکومت او عمومي بسیج د قانون غځولو ته ۳۲۰ وکیلانو موافقې او یوازې یوه مخالفه رایه ورکړه.
د دغه قانون د تمدید موده د روان میلادي کال د اګست له ۷مې پيلیږي او د نومبر تر ۵مې نیټې پورې دوام کوي.
یاد قانون د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له یرغل سره هممهاله اعلان شو او دا یې شپاړسم ځل دی چې موده یې غځول کیږي.
د پوځي حکومت او ملي بسیج د قانون له مخې په اوکراین کې د ولسمشرۍ او پارلمان دواړو ټاکنې ځنډیږي او د ۱۸ او ۶۰ کلونو ترمنځ نرینه له استثنا پرته له هېواده د وتلو اجازه نه لري.
اوکراین کې پوځي حالت داسې مهال تمدیدیږي چې د روسیې او اوکراین د یوې احتمالي سولې لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې هڅو کومه پایله ورنه کړه.
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ، د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که کرملین د ۵۰ ورځو په موده کې له اوکراین سره د اوربند توافق ته ونه رسېږي، نو امریکا به پر هغو هېوادونو سختې ګمرکي تعرفې ولګوي چې له روسیې سره سوداګري کوي.
په دې اړه نور: ولسمشر ټرمپ روسیې ته د جګړې د درولو لپاره ۵۰ ورځنی ضرب الاجل وټاکهټرمپ دا څرګندونې د ناټو له سرمنشي مارک روټې سره په سپینه ماڼۍ کې د کتنې په ترڅ کې وکړې.
ټرمپ دغه راز ژمنه وکړه چې میلیاردونه ډالره وسلې به کییف ته وسپاري چې تر ډیره په کې دفاعي وسلې شاملې دي.
د ټرمپ دا څرګندونې د روسیې په وړاندې دریځ کې د یوه ښکاره بدلون نښه ده. هغه چې مخکې یې ادعا کوله چې له پوتین سره شخصي اړیکې لري او د سولې توافق کولی شي، خو اوس په ښکاره ډول کرملین تورنوي چې د جګړې د پای ته رسولو په خبرو کې جدي نه دی.
د ټرمپ دغو څرګندونو د روسي چارواکو غبرګونونه هم پارولي دي.
د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، ټرمپ د ناټو او اروپایي ټولنې له خوا تر فشار لاندې دی چې د اوکراین جګړه وغځوي.
د لاوروف مرستیال الکساندر ګروشکو بیا خبریالانو ته ویلي، ناټو غواړي د اوکراین جګړه تر هغو وغځوي چې مسکو ستړی کړي.