د ولسي او حماسي شاعر مطیع الله تراب مړینې ته غبرګونونه

مطیع الله تراب، ټولنیزې رسنۍ

د پښتو ژبې مشهور ولسي، حماسي او منتقد شاعر مطیع الله تراب تېره شپه د زړه د حملې له کبله مړ شوی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د هغې د مړینې په تایید سره پر پیښه خواشیني ښودلې ده.

د تراب جنازه نن ( سه شنبه د چنګاښ ۲۴مه) په کابل او جلال اباد کې ترسره کیږي او بیا به د ننګرهار خوګیاڼو کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کیږي.

تراب د شعر ځانګړی سبک درلود او په اکثرو مشاعرو کې یې خپل شعرونه په یاد ویل او د مینه والو له بدرګې سره به مخ کېدل.

مطیع الله تراب په دې وروستیو کې په یوه مشاعره کې د طالبانو مشر ملا هبت الله باندې هم نیوکه وکړه چې ولې له کندهاره واک چلوي او هغه ته یې د شعر په ژبه وویل چې کابل ته راشي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون بېلابېلو سیاستوالو، ادبپالو، لیکوالانو او د هغه مینه والو د تراب پر مړینه ژوره خواشیني ښودلې او هغه یې د پښتو معاصر ادب ته یوه ستره ضایعه بللې ده.