پاکستان کې میشت افغان کډوال؛ حکومت مو د ویزو په نه تمدید سره جبري اخراج ته زمینه برابروي

په پاکستان کې میشت یو شمیر افغانان وايي، د ویزو د نه تمدېدو له امله یې د پولیسو له ځورونو او له دغه هیواده د ایستلو له خطر سره مخ دي.

ډیری دوی چې نورو هیوادونو ته د خپلو کیسونه د پړاونو د بشپړېدو او تګ په تمه دي زیاتوي، له تېرو نږدې شل ورځو راهیسي د پاکستان حکومت د دوی د ویزو تمدیدول بند کړي دي.

حسینه رفیع چې د دوی له ډلې او اسلام اباد مې میشته ده د یکشنبې په ورخ (د جولای په ۱۳ مه) یې ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، له تېرو څو ورځو راهیسي یې د ویزې د تمدید غوښتنه نه ده منل شوې او له دې امله سخته اندېښمنه ده.

دا د افغانانو جبري ایستنې ته زمینه برابروي، همدا اوس ډیر شمېر افغانان بې ویزو دي، دوی له سختو ستونزو سره مخ دي، دوی له ویرې له کورونو نه شي وتلای او ویره لري چې که ونیول شي دوی به په جبري ډول افغانستان ته ډیپورت شي
حسینه

"دا د افغانانو جبري ایستنې ته زمینه برابروي، همدا اوس ډیر شمېر افغانان بې ویزو دي، دوی له سختو ستونزو سره مخ دي، دوی له ویرې له کورونو نه شي وتلای او ویره لري چې که ونیول شي دوی به په جبري ډول افغانستان ته ډیپورت شي."

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې میشت یو بل افغان چې متحده ایالاتو ته د تګ پي ۲ کیس لري ازادي راډیو سره خبرو د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط ته یې وویل،

"شاوخوا شل ورځې کیږي چې پاکستان د افغانانو لپاره د ویزو تمدید بند کړی دی، دې کار څو ستونزې پیدا کړی دی، پولیس راځي افغانان په تکلیفوي، له دوی نه پیسې اخلي، دوی ته ګواښونه کوي او دوی ځوروي، د دې ترڅنګ ټول افغانان له سختو روحي او رواني ستونزو سره مخ دي او فکر کوي چې هره لحظه دوی د ډیپورټ له ګواښ سره مخ دي."

دوی وايي که د ویزو د نه تمدید له امله په جبري ډول له پاکستانه وایستل شي په افغانستان کې یې ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي.

دوی د پاکستان له حکومت غواړي چې ژر ترژره د دوی د ویزو د تمدید پروسه پیل کړي تر څو له سخت ذهني فشاره خلاص شي.

په دې اړه نور: د ملګرو ملتونو راپور: له پاکستان ۳۲ سلنه راستنیدونکي افغان کډوال د پي‌او ‌ار کارتونه لري

پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول افغانانو لپاره د ویزو د تمدید بهیر د بندیدو په اړه څه نه دي ویلي خو یو شمېر پاکستاني رسنیو له دې ډلې جیو نیوز د جولای په ۱۲ مه نېټه راپور ورکړی و، چې د دغه هیواد د فدرال د څېړنې ادارې ( اف ای اې ) افغانانو ته د برښناني ویزو د ناقانونه صادرلو په تور یو شمېر اداري کارکونکي نیولي دي، چې له امله یې د دوی په ټکو دا بهیر ځنډېدلی دی.

شاوخوا شل ورځې کیږي چې پاکستان د افغانانو لپاره د ویزو تمدید بند کړی دی، دې کار څو ستونزې پیدا کړی دی، پولیس راځي افغانان په تکلیفوي، له دوی نه پیسې اخلي، دوی ته ګواښونه کوي او دوی ځوروي
پاکستان کې میشت افغان

د راپور پر بنسټ دا قضیه وروسته له هغې رابرسیره شوه چې ( اف ای اې ) داسې یوه ډله کشف کړه چې د جعلي اسنادو په کارولو یې د پیسو په بدل کې افغانانو ته د ویزو د ورکولو زمینه برابروله.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت هم تراوسه د د دغه بهیر د ځنډېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته د تېر جمهوري حکومت پر مهال د امریکايي او نورو غربي هیوادونو د ځواکونو په ډیر شمیر سره افغان همکاران، د بشري حقونو فعالان، خبریالان، مدني فعالان او د تېر جمهوري حکومت د وسله وال پوځ غړي د ژوند د خوندیتوب په هدف پاکستان ته تللي دي، خو دقیق شمیر یې نه دی معلوم.

دوی په دغه هیواد کې د ویزې پر بنسټ اوسېږي، چې هره میاشت یې باید تمدید کړي.

مخکې دا ویزه هرو شپږو میاشتو لپاره تمدېده، پاکستان کې میشت افغان کډوال ادعا کوي چې د میاشتنیو ویزو په تمدیدولو د دوی له ۲۵ کلدارو زیات لګښت راځي چې ډیری یې وس نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ لا هم روانه ده او د طالبانو حکومت ویلي همدا پرون هم له دې هیواده ۹۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۸۵ تنه کیږي افغانستان ته ستنې شوي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا کسان د تورخم، سپین بولدک او انګور اډې له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.