له طالبانو د محصلانو غوښتنه: نجونې پرېږدئ چې بیرته طبي زده کړو ته ستنې شي

د افغانستان طبي پوهنتونونو او انستیتوتونو کې له زده کړو راګرځول شوې نجونې محصلانې د طالبانو له حکومت څخه په ټینګار غواړي، چې د دوی پر زده کړو لګول شوي بندیزونه ختم کړي.

له دوی یو شمېر ازادي راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ، دا مهال چې د افغانستان روغتیايي سیستم له پراخو ستونزو سره مخ دی، د نارینه ډاکټرانو تر څنګ ښځینه ډاکټرانو، قابلو، نرسانو او نورو روغتیايي کارکوونکو ته هم جدي اړتیا ده.

په کابل کې له زده کړو راګرځول شوې د یو طبي انستیتوت د څلورم سمستر محصله دنیا ده.
دنیا ازادي راډیو ته وویل:
"د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ یوو، د قابلو، نرسانو او ښځینه کارکوونکو د کمښت له امله په ورځني ډول د میندو او ماشومانو د مړینې د پېښو شاهدان یوو، نو ځکه هغه کسان چې غږ مې اوري، له مسؤلینو مې غوښتنه دا ده چې دا وضعیت ختم، او له امله یې خلکو ته رامنځته شویو ستونزو ته دې رسېدګي وشي. هغه انستیتوتونه چې د نجونو پر مخ تړل شوي، په ځانګړي ډول د طبي محصلینو لپاره چې یوه جدي اړتیا ده، بېرته دې یې پرانیزي."

له زده کړو راګرځول شوې د یو طبي پوهنتون د وروستي سمستر محصله سبا هم ورته غوښتنه لري.
نوموړې ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:
"زموږ تعلیمي حق بېرته راکړئ، تعلیم زموږ اساسي حق دی، دا حقوق باید له هیچا هم وا نه خیستل شي. زموږ ټولنه د ښځینه ډاکټرانو، قابله ګانو، نرسانو، او د ټول روغتیايي ټیم د متخصصانو له کمښت سره مخ ده. ښځینه ناروغانو ته د ښځینه ډاکټرانو شتون ضروري دی. که موږ تعلیم بشپړ ترلاسه کړو، موږ چمتو یو چې خپلې ټولنې، خپلو خلکو، او خپل ښځینه قشر ته خدمت وکړو."

دا له زده کړو راګرځول شوې محصلینې خبرداری ورکوي، چې دا بندیزونه روغتیايي خدمتونو ته د میندو او ماشومانو لاسرسی محدودوي او د کورنیو ژوند له ستونزو سره مخ کوي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند روح‌الله روحاني او د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایۀ. خو شاوخوا شپږ میاشتې مخکې، د دوی د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ مرستیال محمد حسن غیاثي ویلي وو، چې افغانستان د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ نه دی، او ادعا یې کړې وه چې نږدې ۳۰ زره داسې قابلې شته چې تر اوسه روغتیايي نظام کې په کار نه دي شاملې شوې.

په دې اړه نور: د امنیت شورا نننۍ ناسته؛ له خبرو تر عمله، افغاني نجونې پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي

طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکې له ښوونځیو راوګرځولې. دوی دغه‌راز نجونې پوهنتونونو کې له لوړو زده کړو هم منع کړې، خو په طبي انستیتوتونو کې یې دوی ته د زده کړو اجازه ورکړې وه، چې بالاخره د ۱۴۰۳ لمریز کال په قوس میاشت کې په طبي انستیتوتونو کې هم د دوی پر زده کړو بندیز ولګول شو.

دوی دغه‌راز له نږدې څلور کلونو راهیسې د طبي پوهنتون د هغو ښځینه فارغو شویو محصلانو دولتي ازموینه هم ځنډولې، چې له هغې تېرېدو او په کې د بریا وروسته د کار او فعالیت اجازه پیدا کولای شي.

طالبانو پر افغان ښځو د ګڼو نورو محدودیتونو تر څنګ، ښځې په ټولو دولتي او نادولتي ادارو کې له کار کولو هم راګرځولې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په بهر کې مېشتو افغان ډاکټرانو نه غوښتي، چې خلکو ته د خدمت په موخه بېرته هېواد ته ستانه شي.
د عامې روغتیا وزارت د جمعې (د جولای په لسمه) په خپله د ایکس/پخواني ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د افغانستان د عصبي جراحانو لومړۍ کنفرانس ته په وینا کې ویلي، کوم روغتیايي کادرونه چې په بهر کې مېشت دي، بېرته دې خپل هېواد ته راستانه شي او په دولتي او خصوصي روغتونونو کې دې خلکو ته خدمت وکړي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو مخکې هم ورته غوښتنې کړې دي.

خو په بریتانیا کې مېشت افغان ډاکټر او د نجونو د زده کړو د کمپاین غړی ډاکټر محمود حنیف الکوزی بیا ازادي راډیو ته وویل:
"ولې به داسې یو هېواد ته یو متخصص ډاکټر ستنېږي، چیرې چې خپل لور ښوونځي او پوهنتون ته نشي لېږلی؟ نږدې څلور کاله کېږي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړل شوې دي. که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، سبا به په افغانستان کې نه ډاکټراني ولرو، نه نرسانې، نه قابلې او نه نورو برخو کې متخصصینې ښځې ولرو. ډاکټران او متخصصین ماشینونه یا رباتونه نه دي، هغوی انسانان دي، کورنۍ لري، لوڼې لري، هغوی نشي کولای داسې ځای ته ولاړ شي چیرې چې کورنۍ یې له انساني او اسلامي حقونو محرومه شي."

د یادونې ده چې افغانستان نن‌سبا له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ دی.
د دغه هېواد د اکثرو ولایتونو، په ځانګړي ډول د لرو پرتو سیمو اوسېدونکو مخکې هم څو ځله ازادي راډیو سره په خبرو کې، روغتیايي مرکزونو کې د ډاکټرانو، په ځانګړي ډول د ښځینه متخصصو ډاکټرانو د کمښت ستونزه مطرح کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړیوالې روغتیا سازمان (ډبلیو اېچ او) تېر کال د جوزا په میاشت کې ویلي وو، چې په ورځني ډول په افغانستان کې ۲۴ میندې او ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان داسې مهال مري، چې د دې مرګونو مخنیوی کېدای شي.
د دغو شمېرنو له خپرېدو دوه میاشتې وروسته بیا، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو اېن اېف پي ای) ویلي، چې افغانستان د میندو د روغتیايي اړتیاوو د بشپړ پوښښ لپاره له ۱۸ زرو زیاتو قابلو ته اړتیا لري، او که دا تشه ډکه نه شي، د زېږون پر مهال به د لا زیاتو میندو ژوند له خطر سره مخامخ شي.