حامد کرزی او د جرمني استخباراتو یو پخوانی مشر د افغان کډوالو پر مساله غږیدلي

 د جرمني د بهرنیو استخباراتو پخواني رئیس، اګسټ هانینګ، پرون پنجشنبه په برلین کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي او له جرمني څخه افغانستان ته د افغانانو د بېرته ستنولو پر موضوع یې ورسره خبرې کړې دي.

د جرمني د «بیلد» ورځپاڼې راپور ورکړی چې اګسټ هانینګ، چې د ۲۰۰۰ لسیزې په لومړیو کې د جرمني د بهرنیو استخباراتو مشر و، د برلین په یوه لوکس هوټل کې له حامد کرزي سره لیدلي. نوموړي وړاندیز کړی چې دغه افغانان دې په افغانستان کې د جرمني تر نظارت لاندې یوه خوندي ځای ته واستول شي.

له کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا پر افغانستان واکمن شول، جرمني په کابل کې خپله سفارت وتړه او په وروستیو کې یې له افغانستان څخه د زیانګالو افغانانو د ایستلو لړۍ هم درولې ده. د جرمني چارواکي وايي چې دوی یوازې په غیرمستقیم ډول له طالب چارواکو سره اړیکې لري.

تېره اوونۍ د جرمني د کورنیو چارو وزیر د هغو افغانانو د اخراج په اړه چې جرمني کې یې جرمونه ترسره کړي، د طالبانو له حکومت سره د مستقیمو اړیکو د ټینګولو غوښتنه وکړه، چې د ملګرو ملتونو له غبرګون سره مخ شوه.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د دغو افغانانو ستنېدل به دوی له جدي ګواښونو سره مخ کړي.

په جرمني کې د افغان کډوالو موضوع وروسته له هغه توده شوه چې دغلته له وروستیو انتخاباتو وروسته " د جرمني لپاره بدیل » په نوم ښي اړخی ګوند پیاوړی شو.

په تېر اګسټ میاشت کې د جرمني تېر حکومت ۲۸ هغه افغانان بېرته افغانستان ته واستول چې په جرمني کې د بېلابېلو جرمونو مرتکب پېژندل شوي وو. د دغو افغانانو ایستل د جرمني او د طالبانو د سرپرست حکومت ترمنځ له غیرمستقیمو خبرو وروسته ترسره شول.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر، یوهان وادیپهال، پرون په ویانا کې د افغانستان پر بشري وضعیت ژوره اندېښنه وښوده او ویې ویل چې په افغانستان کې د بشري وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په اړه جدي اندېښنې موجودې دي.

وادیپهال وویل چې جرمني له طالبانو سره یوازې په تخنیکي برخو کې اړیکې لري، خو د افغانستان د بشري وضعیت څار ته دوام ورکوي.