ملا حسن اخوند: ایران دې د افغان کډوالو د" حقوقو له نقض او سپکاوي" ډډه وکړي

طالبانو حکومت له ایران غوښتي چې د افغان کډوالو په ایستلو کې دې له " له تدريج او زغم" کار واخلي.

د طالبانو د حکومت د ویندیانو له خوا په خپرې شوې دې اعلامیه کې ددوی ریس الوزرا ملا حسن اخوند د ایران څخه د افغان کډوالو د اخراج پریکړه "د ايراني مسؤولينو خپله پرېکړه " ګڼلې او زیاته کړې یې ده، له ايراني لوري یې تل غوښتي چې " د افغان مهاجرينو د ایستلو په بهیر کې د تدريج، ابرومندۍ او د ښه ګاونډیتوب اصل ته پام وکړي" څو یې په وینا هم د کډوالو حقونه خوندي شي او هم د طالبانو د حکومت ادارې ورستنیدونکي کډوال په ښه توګه مدیریت کړی شي.

ملا حسن پر ایراني چارواکو ټینګار کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو پر مهال دې د هغوی د "حقوقو له نقض او سپکاوي ډډه وشي" او همدارنګه ټینګار شوی چې کډوالو ته دې په ایران کې د هغوی د شتمنیو او کاروبارونو د تصفیې شرایط برابر شي.

له هغې راوروسته چې ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو زور اخیستی او په دې هېواد کې د افغانانو د ځورونې او سپکاوي د ځینو پېښو راپورونه ورکړل شوې، دا د طالبانو د حکومت تر ټولو لوړ پوړی چارواکی دی چې په دې اړه غبرګون ښيي.

تازه یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې یو افغان کډوال چې غوښتل یې بیرته افغانستان ته ستون شي، د کډوالو په یو کمپ کې د ایراني مامورینو د وهلو ډبلو او شکنجې له کبله مړ شوی او مړی یې د افغانستان د غزني ولایت ته انتقال شوی دی.

بلخوا د ناروې د کډوالو شورا وايي، یوازې په روان زېږدیز کال کې تر اوسه له ایران څخه له یو میلیونو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغې شورا پنجشنبه (د جولای په لسمه) په یو راپور ویلي، له لسیزو جګړو ورسته او داسې مهال چې لا دمخه د دې د دې هیواد دوه پر دریمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، افغانستان د راستنو شويو منلو او په ټولنه کې یې د ادغام په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی.

دغې شورا خبرداری ورکړی که دا لړۍ دوام وکړي، د ۲۰۲۵ کال تر پایه به افغانستان ته د ستنو شویو افغانانو شمیر شااوخوا درې میلیونو ته ورسېږي.

د راپور په دوام کې راغلي چې، افغانستان ته د کډوالو د بې‌سارې او چټکې بېرته ستنېدنې له امله، د مرستې رسولو سیستم سخت فشار سره مخ شوی دی او مرسته کوونکي بنسټونه ستنو شویو ته د بېړنیو مرستو رسولو توان نه لري.

په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو، اف پي ) هم په همدې ورځ او نېټه په خپله ایکس پاڼه ( پخواني ټوېټر) لیکلي، هره ورځ زرګونه افغانې کورنۍ داسې مهال له ایرانه افغانستان ته ستنېږي، چې لا وړاندې سږ اوړی لس میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي.

له ایرانه یو شمیر تازه راستانه شوي هم له ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت شکایت کوي.

د دوی له ډلې یو تن چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل:

"زه هلته عملیات شوی وم، خو د ایران پولیسو په لاره کې ډیر وځورولم، ان زما زخم ته هم زیان ورسېد. په ډېر تکلیف او درد سره مې ځان راورسولو، خو دلته حالات دومره خراب دي، بیخي کاروبار نشته، دومره پیسې نشته چې معاینات وکړم، ځانته درمل واخلم او د زخم درملنه مې وکړم."

د کډوالو د حقونو ځني افغان فعالان د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، که چټک او بېړني اقدامات ونه‌شي، دا حالت به ناوړه پایلې ولري.

له دې ډلې احمد ذکي خلیلي ازادي راډیو ته وویل:

"که چټک اقدام ونه‌شي، دا به خورا ناوړه پایلې ولري؛ لکه پراخه بې وزلي، بې کوري، رواني زیانونه، ټولنیزې ناراضۍ او ان د امنیتي بې‌ثباتۍ رامنځته کېدل. دا یوازې یوه بشري ناورین نه دی، بلکې یو سیمه‌ییز او نړیوال ګواښ هم دی چې بېړنۍ همغږۍ ته اړتیا لري."

نوموړی ټینګار کوي چې باید راستنو شویو کډوالو ته د کار موندنې په برخه کې اوږد مهاله پروګرامونه جوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي چې په تېرو ۳۰ ورځو کې له ایران څخه تر ۵ لکو زیات افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو تر کنترول لاندې د باختر خبري اژانس د خبر له مخې نوموړي په ایران، په پراخ ډول د افغان کډوالو د ایستلو، ورسره د بد چلند او د هغوی د حقونو د نقض له امله انتقاد کړی ویلي، که څه هم د طالبانو حکومت راستنو شویو ته شپه او ورځ خدمتونه رسوي، خو په خبره یې دې لوې شمیر ته رسېدل ډېر ستونزمن دي.

ها خوا افغان سوداګر میرویس عزیزی، له ایرانه راستنو شویو سره د یو میلیارد افغانیو په ارزښت د بیړنۍ مرستو اعلان کړې دي.

هغه په خپله ایکس پاڼه ( پخواني تویټر) کې ویلي چې د عزیزی بنسټ همکاران به ژر هرات ته ولاړ شي او مرسته‌رسونه به پیل کړي.

د یادونې ده چې ایران کې د افغان کډوالو د سرشمېرنې کارتونو ورستۍ نېټه د سرطان په ۱۵مه پای ته ورسېده، خو د کډوالو ایستلو بهیر له دغه هیواده اسرائیلو سره تر شخړې ورسته چټک شو.

نړیوالې ادارو مخکې هم خبرداری ورکړی و چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنېدل، به افغانان له بې وزلۍ، د بنسټیزو خدمتونو له کمښت او سیاسي تعقیب سره مخ کړي.