پر کېیف د روسیې د پراخو بریدونو دوام؛ وروستیو هغو مرګ ژوبله او ویجاړۍ رامنځ ته کړي

روسیې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د دویمې پرله‌پسې شپې لپاره د اوکراین پر ښارونو بریدونه وکړل، چې په کې په پلازمېنه کېیف کې لږ تر لږه دوه تنه ووژل شول او ملکي سیمو ته زیان واوښت. دې بریدونو نږدې لس ساعته دوام وکړ.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي، د جولای ۱۰مې دغه برید د هېواد شپږو بېلابېلو سیمو ته متوجه و. په برید کې ۱۸ توغندي او شاوخوا ۴۰۰ ډرونونه کارول شوي، چې نږدې نیمايي یې د ایران ساخت شاهِد ډرونونه ول.

زیلنسکي پر ایکس/ پخواني ټویټر لیکلي: "دا د روسیې له لوري د ترهګرۍ ښکاره پراخوالی دی... بندیزونه باید ژر تر ژره ولګول شي." هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې پر روسیه فشار زیات کړي څو دا درې کلنه جګړه پای ومومي او اوربند ته زمینه برابره شي.

د کېیف د نظامي ادارې مشر تیمور ټکاچینکو ویلي، د روسیې په دغه برید کې دوه تنه وژل شوي، ۲۲ تنه ټپیان دي، او لږ تر لږه پنځه ښاري سیمې د اور، چاودنو او له اسمانه د ډرونونو د ټوټو د پرېوتو په ترڅ کې زیانمنې شوې دي.

د ښاروال ویتالي کلیچکو په وینا، بریدونو استوګنیزو ودانیو، موټرو او د تیلو یو پمپ سټېشن ته زیان اړولی، او د بېړنیو مرستو ډلې د ښار بېلابېلو برخو ته استول شوې وې. هغه زیاته کړې چې د پودیل‌سکي ولسوالۍ یو روغتیايي کلینیک هم بشپړ ویجاړ شوی دی.

د اوکراین پوځ ویلي، ډرونونو اته ځایونه مستقیم هدف ګرځولي او د هغو ټوټې ۲۳ نورو سیمو ته لوېدلي دي. پوځ دا هم ویلي، چې ټول بالستیک او کروز توغندي چې د اوکراین پر لور روان وو، ویشتل شوي دي.

د کېیف یوې اوسېدونکې، کارینا، د ازادې راډیو اوکرایني څانګې ته ویلي، د هغې د څو پوړیزې ودانۍ یوه برخه د برید له امله بشپړه وسوځېده.

هغې ویلي: "زه یوازې هغه غږ یادوم چې کړکۍ یې ټولې ماتې کړې. هر څه زما پر خوا راپرېوتل. زه حیرانه پاتې شوم، نه پوهېدم څه پېښ شوي."

د ولسمشر زیلنسکي د دفتر مشر اندری یرماک ویلي، چې روسیه د ډرون او توغندیو بریدونه د اوکراین د ټولنې د فلج کېدو لپاره کوي.

په دې اړه نور: د اوکراین د ډرونونو د حملو له کبله د روسیې د څو ښارونو په هوايي ډګرونو کې الوتنې وځنډېدې

نوموړي پر ټیلیګرام لیکلي: "د پوتین له لوري د جګړې پای ته نه رسولو انکار باید هم اوکراین او هم اروپا لا پیاوړې کړي."

یاد برید یوه ورځ وروسته له هغه وشو، چې روسیې د جولای نهمې شپې او سهار مهال پر اوکراین ۷۲۸ بې‌پیلوټه الوتکې او ۱۳ هایپرسونیک "کینژال" او بالیستیک توغندي توغولي ول.

زیلنسکي پر ایکس/ پخواني ټویټر لیکلي: "دا په یوه ورځ کې د هوايي بریدونو تر ټولو لوړه شمېره وه."

دغه برید یو ځل بیا زیلنسکي ته دا انګیزه ورکړه، چې له نړیوالو وغواړي پر روسیې د تېلو او نورو برخو سخت بندیزونه ولګوي، څو مسکو د سولې خبرو ته کېني.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ روانه اوونۍ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د سولې د خبرو په اړه د هغه پر بې‌پروايي ناخوښي څرګنده کړې وه.

زیلنسکي د جولای پر نهمه په روم کې د ټرمپ له ځانګړي استازي، کیت کیلوګ، سره وکتل او د ټرمپ د سولې د نوښت بشپړ ملاتړ یې اعلان کړ.

د اوکراین ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي: "د سولې د واقعي او اغېزمنو خبرو لپاره یو بې‌قید اوربند او د مشرانو په کچه ناسته اړینه ده."

د زیلنسکي او کیلوګ د لیدنې له مهمو موضوعاتو څخه یوه د اوکراین د هوايي دفاع پیاوړتیا وه.

زلنسکي زیاته کړې: "د واشنګټن له لوري د اوکراین ته د نظامي مرستو د بیا پیل نښې ډېرې مهمې دي."

پنټاګون تېره اوونۍ اعلان کړی و چې د خپلو زېرمو د کمښت له امله به ځینې وسلې نه لېږي، خو ټرمپ وروسته وویل چې نورې وسلې به هم واستول شي.

هغه د جولای پر اتمه وویل: "هغوی باید له ځان دفاع وکړای شي. هغوی دا مهال له سختو بریدونو سره مخ دي."

زیلنسکي همداراز ویلي، دی او کیلوګ دواړو هوکړه کړې چې پر مسکو باید لا سخت بندیزونه ولګول شي څو پوتین اوربند ته مجبوره شي.

هغه پر ایکس/ پخواني ټویټر لیکلي: "موږ پوهېږو چې باید د روسیې د انرژۍ پر صادراتو نور محدودیتونه هم ولګول شي، په ځانګړي ډول نور بندیزونه پر هغو هېوادونو چې روسي تېل اخلي."

زیلنسکي هیله ښودلې چې د امریکايي کانګرس کې د بندیزونو د یوې نوې قانون‌مسودې پر سر پرمختګ وشي. نوموړي لیکلي، دا قانون "کولی شي روسیه دې ته اړ کړي چې د سولې په اړه جدي فکر وکړي."

یاده مسوده چې جمهوري پال سناتور لینډسي ګراهام او ډیموکراټ سناتور ریچارډ بلومنتال وړاندې کړې، ولسمشر ته دا صلاحیت ورکوي چې پر روسیه نور بندیزونه ولګوي او پر هغو هېوادونو چې د روسیې د جګړې ملاتړ کوي، نوي تعرفې وضع کړي.

زیلنسکي او کیلوګ دا مهال په روم کې د یوې نړیوالې غونډې برخه دي چې هدف یې د اوکراین لپاره نړیوال ملاتړ پیاوړی کول دي.

زیلنسکي د جولای پر ۱۰مه ویلي: "د روسیې بریدونو ته باید قوي غبرګون وښودل شي – او همدا کار به موږ وکړو."