یوناما: د طالبانو نوی لارښود به د رسنیو او خبریالانو ترمنځ وېره او سانسور نور هم پراخ کړي

یوناما پر هغه نوې لارښود اندېښنه ښودلې چې د طالبانو حکومت رسنیو ته ورکړی دی.

په دې تازه لارښود کې، طالبانو رسنیو ته امر کړی چې سیاسي بحثونه او د دغو بحثونو د مېلمنو نوملړ باید له خپرېدو مخکې د طالبانو له خوا تایید شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر ( یوناما) پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ویلي، دا لارښود پر سیاسي بحثونو له وړاندې شته محدودیتونو ته رسمي بڼه ورکوي.

په اعلامیه کې راغلي چې دا نوې لارښود به د رسنیو او خبریالانو ترمنځ د وېرې او ځان‌سانسورۍ فضا پراخه کړي.

یاد لارښود شاوخوا دوه اونۍ مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا، په کابل کې د رسنیو له یو شمېر مسوولینو سره په یو ناسته کې شریک شوی. په دغه لارښود کې راغلي چې سیاسي بحثونه باید "د اسلام د دین د اصولو، ملي ارزښتونو او د طالبانو د حکومت له تګلارو" سره سم وي.

په دغه لارښود کې دا هم ویل شوي چې شنونکي او خبریالان باید د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله په اړه د خبرو پر مهال هغه ته "امیرالمؤمنین" ووایي، او د طالبانو حکومت ته باید "د افغانستان اسلامي امارت" ووایي.

طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې بیا پر افغانستان واکمن شوي، پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي چې له امله یې سلګونه رسنۍ تړل شوې او زرګونه خبریالان اړ شوي چې له هېواده ووځي.

د خبریالانو د ملاتړ نړیوالو بنسټونو، په ځانګړې توګه د خبریالانو نړیوال فدراسیون ویلي چې د رسنیو د ځپلو ترڅنګ، طالبانو خبریالان نیولي او شکنجه کړي دي.