د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د اسیان سرمشریزې په څنډه کې کتلي دي.
دا کتنه په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اوکرایین د جګړې له دوامه ناخوښ دی او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین يې د سولې په اړه په "بې مانا" څرګندونو تورن کړی دی.
ټرمپ په وروستیو کې اوکرایین ته د دفاعي وسلو له ورکړې سره موافقه کړې او پر روسیې د نویو تحریمونو د وضعه کولو په اړه فکر کوي.
خو مسکو بیا د ټرمپ په ځواب کې ویلي، " له واشنګټن سره د خپلو اړیکو رغولو ته دوام ورکوي".
روبیو د اسیان په سرمشریزه کې له مالیزیايي چارواکو سره هم کتلي او په سیمه کې یې د امریکا په ګټو تاکید کړی دی.
د اسیان سرمشریزه چې په کلنې ډول د جنوب خیتځې اسیا د هېوادونو مشرانو له خوا جوړیږي موخه يې د سیاسي همکاریو سربیره، د غړیو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، امنیتي او فرهنګي همکاریوو رامنځته کول دي.