ملګري ملتونه: د روسیې له لوري د طالبانو د رسمیت پېژندنه زموږ پر تګلارې اغېز نه لري

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک

د نړیوالې ټولنې له څو ورځنۍ چوپتیا وروسته، ملګرو ملتونو د روسیې له‌خوا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو پرېکړه داسې موضوع بللې چې د دې سازمان فعالیتونه به یې اغېزمن نه کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک پرون د جولای په ۸مه په یو خبري کنفرانس کې دا د مسکو او طالبانو ترمنځ یوه دوه‌اړخیزه مسله وبلله:

"د رسمیت پېژندلو مسله دوه‌اړخیزه ده، یعنې څوک څوک په رسمیت پېژني. زموږ لپاره به کار په افغانستان کې د امنیت شورا له دستور سره سم، او له بدلون پرته دوام ومومي."

روسیه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دائمي غړی ده، د جولای په درېیمه اعلان وکړ چې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني. تر اوسه یوازې چین د دې پرېکړې ملاتړ کړی دی.

پاکستان د جولای په څلورمه محتاطانه غبرګون وښود او دا یې د دوو خپلواکو دولتونو خپلمنځي مسله وبلله.

طالبان هیله لري چې د سیمې نور هېوادونه به هم د روسیې تر اغېز لاندې راشي او د دوی حکومت به په رسمیت وپېژني.

د نړیوالو چارو یو شمېر شنونکي باور لري چې دا رسمیت پېژندنه د روسیې او د هغې د متحدانو د ګټو خوندي کولو معنا لري.

پخوانۍ افغانه ډیپلوماټه شکریه بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل چې د سیمې د اوسني وضعیت له امله دا پرېکړه د ناورین او خطر پیغام لري:

"په دې کې د افغانستان ګټه نه شته، خو د طالبانو شته، او د طالبانو دا ګټه افغانستان له یو بل ناورین سره مخامخ کوي. دا ناورین به نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې لپاره هم ښه پایله ونه لري او د سیمې د اندېښنو لامل شي. زما په نظر، که څه هم طالبان او د دوی ملاتړي خوشحال دي چې د یو پیاوړي دولت له‌خوا په رسمیت وپېژندل شول، خو روسیې ته خپلې او د خپلو متحدینو ګټې مهمې دي."

د سیاسي چارو شنونکی اسحاق اتمر هم وايي، روسیه هڅه کوي چې په دې اقدام سره د سیمې په سیاست کې خپل نفوذ زیات کړي:

"روسیه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو سره غواړي نړۍ ته وښيي چې افغانستان د روسیې د سیاستونو په محدوده کې دی. بله دا چې روسیه غواړي طالبان د هغو ډلو پر وړاندې وکاروي چې د روسیې په ګډون د سیمې د هېوادونو امنیت ته ګواښ دي. دا رسمیت پېژندنه روسیې ته دا امکانات برابروي."

د طالبانو حکومت د روسیې دا اقدام زړورتیا بللې، خو دا پرېکړه پراخ غبرګونونه هم راپارولي دي.

د طالبانو ځینو ملاتړو یې هرکلی کړی، خو د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو او د طالبانو د پالیسیو منتقدینو دا اقدام په کلکه غندلی او دا یې "د افغان ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیر په برخه کې پلویتوب او د عدالت او بشري حقونو له اصولو ښکاره سرغړونه" بللې ده.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، د روسیې د دې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې طالبان باید تر هغه وخته په رسمیت ونه پېژندل شي، څو د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د پام وړ پرمختګ ونه کړي.

د متحده ایالاتو په ګډون ډېری لوېدیځو هېوادونو هم ویلي چې تر هغو چې د بشري حقونو وضعیت ښه نه شي او پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې نه شي، طالبان نه شي کولای له نړیوالې ټولنې سره عادي اړیکې ولري.

دا له هغو دلایلو څخه دي چې له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې، چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي، د دوی حکومت له روسیې پرته بل هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.