په جرمني کې د افغانیک په نوم د افغانانو د ادغام او کلتوري پروګرامونو وړاندې کولو دفتر د سې شنبه په ماښام د ملي اتڼ د یو هنري پروګرام کوربه و.
دا پروګرام چې په بن ښار کې جوړ شوی و د ملي اتڼ لسګونو مینوالو په کې ګډون کړی و.
د افغانیک دفتر مشر ډاکټر یحیی وردګ ازادي راډیو ته وویل، چې د دې پروګرام له جوړلو د دوی هدف بهرمیشتو افغانانو او د دوی نوي نسل ته د ملي اټن ښودل او د دې ملي دود پالل دي.
د جرمني په بن ښار کې د ملي اتڼ پروګرام
دا پروګرام د سه شنبه په ماښام ( د جولای په اتمه) په جرمني کې د افغانیک په نوم د افغانانو د ادغام او کلتوري پروګرامونو وړاندې کولو دفتر له خوا جوړ شوی و چې د مسوولینو په خبره یې د ملي اټن لسګونو مینوالو په کې ګډون کړی و.
د افغانیک دفتر مشر ډاکټر یحیی وردګ ازادي راډیو ته وویل، چې د دې پروګرام له جوړولو د دوی هدف بهرمیشتو افغانانو او د دوی نوي نسل ته د ملي اټن ښودل او د دغې ملي نڅا پالل وو.
د دې پروګرام له جوړولو د دوی هدف بهرمیشتو افغانانو او د دوی نوي نسل ته د ملي اټن ښودل او د دغې ملي نڅا پالل ووداکټر یحی وردک
" دلته د بهر میشتو افغانانو لپاره او هم زمونږ د نوي نسل لپاره لکه څنګه چې مونږ د ژبو کورسونه لرو چې زمونږ ژبې زده کړي، دغه شان لکه څنګه چې د افغانستان په اړه سینمارونه لرو چې د افغانستان په اړه معلومات تر لاسه کړي، همداشان مونږ غواړو هدف مو دغه دی چې د افغانستان د بډایه کلتور یو جز، یوه برخه چې اټن دی، هغوی ته وښیو، تشویق یې کړو چې هغه وپالي."
د دغه پروګرامو یو شمیر ګډونکوونکو ازادي راډیو سره خبرو کې د داشان پروګرامونو هرکلی وکړ او دوام یې وغوښت، دوی وايي ملي اتڼ د افغانانو د هر محفل او پروګرام ډول دی.
یو ګډنوال داوود قادري ازادي راډیو ته وویل،
"اتن د افغانانو یو ملي کلتور دی، دا په ټولو قشرونو او قومونو کې یو رواج دی، خلک یې خوښوي او په ټولو محافلو کې یې خوښوي، په ودونو کې، په میلو کې، په خصوصي محفلونو کې، څه په حجرو کې او څه په دیرو کې کې دا اجرا کوي."
یو بل ګډونوال لیکوال او ژورنالیست محمد ابراهیم سپېڅلي هم ازادي راډیو ته وویل،
" دا زمونږ ملي نښه ده، زمونږ د راټولېدو نښه ده، زمونږ د یوالي نښه ده، دا راښيي چې افغانان د خشونت خلک نه دي، زمونږ د کلتور څرګندونه کوي، نو په دې هیله یم چې دا لړۍ دوام وکړي. "
اتڼ د افغانستان ملي نڅا ده چې له ډیرې اوږدې مودې راهیسې د دغه هیواد د خلکو د کلتور یوه برخه ګرځېدلې ده.
که څه هم د طالبانو حکومت په افغانستان کې پر موسیقۍ بندیز لګولی دی خو مخکې د دوی د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته وویلي وو چې دوی په اتڼ بندیز نهدی لګولی.
داسې مهال چې اتڼ د موسیقۍ له الاتو سره کېږي او لکه څنګه چې په مخکې په تیر جمهوري نظام او نورو نظامونو کې به د شخصي محفلونو تر څنګ په بیلابیلو رسمي پروګرامونو کې په پراخ او ښکاره ډول کېده نشته، خو ممکن د خوښیو په ځینو کورنیو محفلونو کې او په پټه لا هم وشي.
خو له افغانستان بهر لا هم د خوښۍ په بیلابیلو محفلونو، ځني رسمي غونډو او فیستیوالونو کې د پخوا په شان د نارینه وو او هم د ښځو له خوا ترسره کېږي.
ملي اتڼ نه یوازې افغانان بلکې ډیری بهرنیان هم پېژني او خوښوي یې.
د امریکا متحده ایالاتو د ویسکانسن دولتي پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي په درسي نصاب کې هم شامل شوی دی.
د دې پوهنتون د نڅا څانګې مشر مایکل اسټینیچ هغه مهال رسنیو ته ویلي وو، چې د افغانانو د کلتور او د هغوی په ټولنه کې د اتڼ د ارزښت په اړه له څېړنو وروسته یې دا دودیزه نڅا په خپل نصاب کې شامله کړې ده.
د جمهوري نظام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ۱۳۹۵ لمریز کال کې یونسکو ته وړاندیز کړی و چې اتڼ او ۲۵ نور فرهنګي میراثونه د افغانستان په نوم ثبت کړي، خو تر اوسه دا کار نهدی شوی.