د ټرمپ او نتنیاهو د ملاقات په درشل کې ایراني ولسمشر ویلي،اسراییل یې د وژلو هڅه کړې

د اسراییل او امریکا مشران، ارشیف

ټاکل شوې د امریکا او اسراییل مشران نن سره وګوري او د ایران او غزې په وروستیو حالاتو خبرې سره وکړي. لویدیځ اژانسونه وایي چې د اسراییل او ایران او اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ جوړجاړی او سوله د خبرو اصلي ټکي دي. تر دې ملاقات مخکې ټرمپ د غزې د اوربند طرحه وړاندیز کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د لیدنې په درشل کې ویلي دي چې له هغه سره به د ایران او اسراییلو ترمنځ د یوې دایمي موافقې په اړه خبرې وکړي.

په پام کې ده چې ټرمپ او نتنیاهو نن دوشنبه په سپینه ماڼۍ کې سره وګوري.

دا به په تېرو ۶ میاشتو کې د دواړو مشرانو دریمه لیدنه وي.

ښاغلي ټرمپ تېر ماښام ویلي چې پر ایران د متحدوایالتونو حملو د دې هېواد حساس اټومي تاسیسات له منځه وړي دي.

متحدوایالتونو د ایران او اسراییلو ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې پرمهال په فردو، نطنز او اصفهان کې د ایران پر اټومي تاسیساتو هوايي حملې وکړې.

له د حملو وروسته امریکايي چارواکو وویل چې د دې حملو په نتیجه کې د ایران اټومي پروګرام خورا ډېر شاته پاتې شوی دی.

بل لورته د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، د اسراییل او ایران د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال دی هم د اسراییل یو هدف و.

پزشکیان د فاکس نیوز له پخواني ویاند او ولسمشر ټرمپ ته له یوه نژدې کس تاکر کارلسون سره په یوه مرکه کې چې نن دوشنبه ( د چنګاښ ۱۶مه) خپره شوې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي " اسراییل هڅه وکړه ما ووژني، خو وې نه شوای کړی".

پزشکیان ویلي، امریکا نه، بلکې اسراییل غوښتل دی هدف وګرځوي.
هغه دغې مرکه کې زیاته کړې " زه یوه غونډه کې وم، دوی غوښتل هغه سیمه چې غونډه په کې وه، بمبار کړي"

نوموړي دا جزیات نه دي ورکړي چې د اسراییل له خوا دا هڅه د جګړې په کومه ورځ شوې ده.