د اوکراین د ډرونونو د حملو له کبله د روسیې د څو ښارونو په هوايي ډګرونو کې الوتنې وځنډېدې

د اوکراین له ډرون حملو وروسته د مسکو په شیریمتیوو هوايي ډګر کې الوتنې وځنډېدې

د روسیې پر خاوره د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو برید د دوهمې پرله پسې ورځې لپاره د روسیې په بیلابېلو ښارونو کې الوتنې وځنډولې.

په دې ترڅ کې د روسیې د پلازمېنې مسکو او سانت پیټرزبورګ ښار هوايي ډګرونه اړ شول چې پرون (د جولای په ۶مه) خپل فعالیتونه محدود کړي.

د روسیې د ترانسپورت وزارت پرون وویل، د مسکو په وخت د ماښام تر شپږو بجو شاوخوا ۴۰۰ الوتنې د هغو لارښونونو له کبله چې د الوتنو د خونديتوب لپاره هوايي ډګرونو ته ورکړل شوې کنسل شوې. د ترانسپورت وزارت خلکو ته سپارښتنه وکړه چې د سفر لپاره نورې لارې چارې غوره کړي.

د اوکراین له حملو وروسته د مسکو په شیریمیتیوو هوايي ډګر کې ۱۷۱ الوتنې کنسل شوې.

د نوموړې وزارت په وینا د ماښام تر شپږو بجو پورې د مسکو د شیریمیتیوو Sheremetyevo په مهم هوايي ډګر کې ۱۷۱ الوتنې کنسل شوې او د پنځوسو او شپېتو ترمنځ نورې الوتنې د څه باندې دوو ساعتونو لپاره وځنډېدلې.

د ترانسپورت وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې د سانت پیترزبورګ په دوهم لوی هوايي ډګر کې ۹۰ تلونکې او راروانې الوتنې کنسل شوې او ۳۷ نورې بیا د لږترلږه دوو ساعتونو لپاره وځنډېدې. بیان زیاتوي چې د ایوانووا، کیروف، کالوګا، پسکوف او تامبوف په هوايي ډګرونو کې هم الوتنې وځنډېدې.

د مسکو ښاروال سیرګي سوبیانین وویل چې د اوکراین شپږ ډرونونه په داسې حال کې چې د ښار پر لور راروان وو، ویشتل شوي، خو د دې ډرونونو د احتمالي زیانونو په اړه یې څه نه دي ویلي. د سانت پیټرزبورګ او کالوګا سیمه ایزو چارواکو هم د اوکرایني ډرونونو د ویشتلو خبر ورکړی دی.

اوکراین د روسیې پر خاوره دا حملې وروسته له هغه کوي چې روسیې پر کییف ښار پراخې هوايي حملې وکړې. په دې بریدونو کې لږترلږه دوه کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د اوکراین له حملو مخکې روسیې پر کییف هوايي حملې وکړې چې دوه کسان یې ووژل.

اوکرایني چارواکو پرون همداراز وویل چې د دونېڅک سیمې پر بېلابېلو ښارونو د روسیې د حملو په نتیجه کې پنځه کسان وژل شوي او د خلکو لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

مسکو، د ۲۰۲۲ کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین له پراخ یرغل وروسته د ملکي وګړو پر کورونو د حملو ادعاوې پرله پسې رد کړي په داسې حال کې چې اوکراین په دې اړه خورا زیات شواهد وړاندې کړې دي.

په عین حال کې د جګړې په ډګر کې هم د روسيې پوځ له اوکراین سره د زر کیلومتره جبهې په ځینو برخو کې د پرمختګ هڅو ته دوام ورکوي او د اوکراین پر پوځ یې چې د پرسونل او وسلو له کمښت سره مخ دی فشار زیات کړی دی.