اوکراین وايي، له متحدانو څخه به سلګونه زره ډرونونه ترلاسه کړي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له خپلو متحدانو سره وروستۍ نوې موافقه ستایلې او وايي له دې سره به د روسیې پر وړاندې په جګړه کې سلګونه زره بې پیلوټه الوتکې ترلاسه کړي.

ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي چې له یوه امریکايي شرکت او د ډنمارک او سویډن په ګډون له اروپايي متحدانو سره وروستۍ موافقې به اوکراین ته دا وړتیا ورکړي چې د روسیې په قلمرو کې د دفاعي صنایعو، هوايي اډو او د تېلو د چاڼ ځایونو په ګډون مهم اهداف په نښه کړي.

زیلینسکي پرون (د جولای پنځمه) په یوه ویډیويي وینا کې وویل، اوکراین د داسې ګامونو اخیستو ته چمتو دی چې په نتیجه کې به یې روسیه داسې وانګېري چې د دې جګړې د پیلولو تاوان باید وګالي. هغه زیاته کړه، د دې یرغل لپاره باید له روسیې سره حساب کتاب وشي.

ترمپ خبرداری ورکړی چې که روسیه اوربند ونه مني نو نور بندیزونه به پرې ولګول شي.

زیلینسکي دا څرګندونې په داسې یوه مبهم حالت کې کوي چې کییف د خپل تر ټولو لوی ملګري یعنې متحدوایالتونو له لوري د وسلو د ترلاسه کولو په برخه کې ډاډه نه دی.

د جولای په دوهمه د متحدوایالتونو هغه پلان اوکرایني چارواکي حیران کړل چې وايي اوکراین ته به له دې وروسته ځینې هغه وسلې چې پخوا یې ورکولې ورنکړي. امریکايي چارواکو ویلي دي چې په خپلو وسله تونونو کې یې د ځینو وسلو زېرمې کمې شوې دي.

خو په عین حال کې ولسمشر ډونالډټرمپ ویلي چې د ده روس سیال ولادیمیر پوتین پوهېږي چې ښايي متحدایالات نور بندیزونه پرې ولګوي ځکه مسکو په اوکراین کې د اوربند غوښتنه یوځل بیا رد کړې ده.

ټرمپ د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، موږ تل د بندیزونو خبره کوو او پوتین پوهېږي چې ښايي دا بندیزونه پر روسیې هم ولګول شي. ټرمپ له دې څرګندونو مخکې وویل چې له زیلینسکي سره یې ډېرې مثبتې ټلفوني خبرې درلودې.

زیلینسکي هم له ټرمپ سره خپرې ګټورې وبللې. هغه همداراز یادونه وکړه چې د امریکا له یوې مخکښې کمپنۍسویفټ بیټ Swift Beat سره یې د ډرون الوتکو د پېرلو موافقه کړې ده.

اوکراین له یوې مخکښې امریکایۍ کمپنۍ سره د ډرونونو د پېرلو موافقه لاسلیک کړې ده.

ښاغلي زیلینسکي وویل چې په دې ډله کې کشفي ډرونونه هم شامل دي. د هغه په وینا کشفي ډرونونه د روسیې پرضد د جګړې لپاره خورا مهم دي.

سویفټ بیټ چې د اوکراین د ولسمشر په وینا په اوکراین کې د فعالیت سابقه هم لري، د مصنوعي ذهانت په وسیله د ډرونونو په جوړولو کې مهارت لري او له پخوا راهیسې یې له اوکرایني انجنیرانو او پوځي چارواکو سره همکاري کړې.

زیلینسکي همداراز له ډنمارک سره د هغې موافقې یادونه وکړه چې له مخې به یې دواړه هېوادونه په ګډه په ډنمارک کې ډرونونه جوړوي. ولسمشر زیلینسکي له سویډن او لاتویا سره هم د اوکراین د پوځي ملاتړ د یوې نوې موافقې خبر ورکړ.

که څه هم روسیې په دې جګړه کې ډېر تلفات ورکړي او د ډېرو دفاعي لګښتونو له کبله یې اقتصاد هم زیانمن شوی دی خو ډېری څارونکي په دې باور دي چې پوتین له اوکراین سره د اوربند موافقې ته ډېره بېړه نه لري ځکه فکر کوي چې دا جګړه دی ګټي.