د ټکزاس په سېلابونو کې د مړو شمېر له ۵۰ واوښت

د ژغورنې ډلې په هنټ نومې سیمه کې د ۲۷ نادرکه زده کوونکو نجونو د موندنې د عملیاتو په حال کې

د امریکا په تکزاس ایالت کې د ویجاړونکو سیلابونو شمېر له ۵۰ اوښتی دی.

په کِر نومې ولسوالۍ کې د پنځلسو ماشومانو په ګډون ۴۳ کسان مړه شوي او په څېرمه سیمو کې د اتو نورو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ژغورنې ډلو پرون د هغو ۲۷ نجونو لټه کوله چې د یوه سیند پر غاړه مېلې ته تللې وې. دا نجونې ترۍ تمې دي او تراوسه یې د مړي- ژوندي حال نه دی مالوم.

په تکزاس کې سیلابونه د جمعې په ورځ پيل شول او هلته د یوه لوی سیند د اوبو کچه ۸ متره لوړه شوې ده. د تکزاس والي ګریګ ابوټ په یوه خبري غونډه کې دا حالت په ایالتي کچه یو ناورین بللی او له وضعیت سره د مبارزې لپاره یې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د فدرالي سرچینو غوښتنه کړې.