په ننګرهار کې سېلابونو درانه زیانونه اړولي دي

په افغانستان کې د سېلابونو زیانونه (آرشیف)

په ننګرهار کې د طالبانو چارواکي وايي، سېلابونو دوه ماشومان وژلي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه بیان کې وايي چې د نازیانو ولسوالۍ په لنډي کلي کې د یوه کور د چت د پریتونو له کبله څلور ماشومان ټپیان شوي. د د بیان له مخې د غني خېلو په روغتون کې یو ماشوم مړ شوی دی او درې نور ماشومان تر درملنې لاندې دي.

بیان زیاتوي چې په کوز کونړ ولسوالۍ کې هم سېلابونو یو ماشوم وژلی دی او په بټي کوټ ولسوالۍ کې دوه ماشومان ټپیان دي. په بیان کې همداراز راغلي دي چې په ګوشتې، لالپورې، نازیانو، مومندرې، کامې، بټي کوټ او نورو ولسوالیو کې سېلابونو د خلکو کورونه، کرنیزې ځمکې او فصلونه ویجاړ کړي دي.

له دې مخکې د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي و، چې په کابل، پروان، لوګر، میدان وردګو، خوست، پکتیا، پکتیکا، لغمان، زابل او ننګرهار ولایتونو کې د تېرو څو ورځو بارانونو او سېلابونو لږترلږه ۵ کسان وژلي او اته نور یې ټپیان کړي دي.