د امریکا په تکزاس کې د ویجاړونکو سیلابونو له کبله لږ تر لږه ۴۳ تنه مړه شوي دي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس نن یکشنبه لیکلي چې په مړو شویو کې ۱۵ ماشومان شامل دي.
د ژغورنې ډلو پرون شنبه د ۲۷ هغو نجونو لټه کوله چې د یوه سیند پر غاړه یې کمپ وهلی و.
دغه نجونې تري تم شوي او تراوسه یې د مړي-ژوندي حال نه دی معلوم.
تکزاس کې سیلابونه د جمعې په ورځ پيل شوي او دغلته د یوه لوی سیند د اوبو کچه ۸ متره لوړه شوې ده.
د تکزاس والي ګریګ ابوټ ( Greg Abbott ) په یوه خبري کانفرانس کې دا وضعیت په ایالتي کچه یو ناورین یاد کړی او له وضعیت سره د مبارزې لپاره یې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه د فدرالي سرچینو غوښتنه کړې.