د روسیې لپاره د طالبانو سفیر د هغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ته باور لیک سپارلی

د روسیې لپاره د طالبانو سفیر او د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، باختر اژانس

په روسیه کې د طالبانو د حکومت سفیر او ځانګړي استازي مولوي ګل حسن حسن پرون شنبه د خپل باور لیک یوه کاپي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندری یوریویچ رودنکو ته سپارلې ده.

دا ګام وروسته تر هغه اخیستل کیږي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د هغه هیواد سفیر د جولای په درېیمه اعلان وکړ چې روسیه د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په روسیه کې د خپل سفارت د یوې خبرپاڼې په حواله ویلي چې د باور لیک اصلي متن به د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته وړاندې شي.

د روسیې له خوا د طالبانو په رسمیت پيژندنو پراخ غبرګونونه پارولي.

چین، خپله طالب چارواکو او د هغوی پلویانو د دې ګام هرکلی کړی، خو د بشري حقونو فعالانو، فعالو میرمنو او د طالبانو د تګلارو منتقدینو دا کار غندلی دی.