په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت ته د ملګرو ملتونو اندیښنې، کډوال وایي، بدې ورځې ګالي

اسلام کلا بندر او له ایرانه ستانه شوي کسان

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په ایران کې د افغان کډوالو او مذهبي او قومي لږکیو په وړاندې پر شته تبعیض، تاوتریخوالي او د هغوی په  نیولو اندیښنه څرګنده کړې ده. د دغو کارپوهانو په راپور کې راغلي چې په دغه هېواد کې سلګونه افغانان او د مذهبي اوقومي  لږکیو غړي د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي.

په دې وروستیو اونیو کې له ایرانه د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو له زیاتېدو او پر ټولنیزو رسنیو له دغو کډوالو سره د ناوړه او له سپکاوي ډک چلند د ویدیوګانو له خپریدو وروسته، د ملګرو ملتونو کارپوهانو په ایران کې له افغان کډوالو سره د "تاوتریخوالی او ناسم چلند" د سمدستي پای ته رسیدو غوښتنه کړې ده.

دغو کارپوهانو په یوه راپور کې چې تازه یې پر خپله ایکس پاڼه خپور کړی، ویلي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال دجون په ۱۳مه د جګړې له پیله تر اوسه، سلګونه بهرني اتباع په ځانګړې توګه افغانان، د ټولنیزو رسنیو کاروونکي، خبریالان، د بشري حقونو مدافعین او د قومي او مذهبي لږکیو غړي په ایران کې د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي.

په دې راپور کې دا هم راغلي چې دې وضعیت له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر لا پسې چټک کړی کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په راپور کې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې یوازې په جون میاشت کې ۲۵۶ زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي، هغه هم په داسې حال کې چې د دغو کارپوهانو په خبره، په دغه هېواد کې د امنیتي ګواښونو په اړه جدي اندېښنې موجودې دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي او د دغو کارپوهانو له ډلې ریچارډ بنټ پر خپله ایکس پاڼه ددغه راپور په بیا خپرولو په ایران کې له افغان کډوالو سره پر ناوړه چلند نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده چې دوی له سپکاوي ډک چلند سره مخ دي.

په ورته وخت کې يو شمېر دغو کډوالو ازادي راډيو ته وویل چې د ايران او اسراييلو ترمنځ د نښتو له پيلېدو وروسته د دوى پر وړاندې وضعيت ډېرکړکېچن شوى او د نيولو او ځورولو له وېرې له خپلو کورونو هم نه شي وتلى.

پلار مې چې د اقامت موده یې ختمه شوې وه،د جاسوسۍ په تور یې نیولای او شکنجه کړی

په تهران کې یو مېشت افغان کډوال چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې پلار یې د استوګنې لپاره د ویزې د مودې له پای ته رسېدو وروسته د ایران د پولیسو له خوا د جاسوسۍ په تور نیول شوی او بیا له دغه هیواده ایستل شوی دی.

ده زياته کړه، چې د ده د ويزې موده هم ختمه شوې او اړ دى، چې د بندي په څېر په کور کې پاتې او د وتلو جرات نه شي کولای" د پلار مې چې د اقامت موده یې ختمه شوې وه،د جاسوسۍ په تور یې نیولای او شکنجه کړی، پښې یې هم په زنځیر تړلې وېاو خواړه او اوبه یې هم نه وې ورکړې، څو ورځې د ایران د پولیسو په بند کې وه او بیا افغانستان ته واستول شو،دلته دکډوالو لپاره وضعیت ډېر خراب دی، هغه کسان چې د ایران د استوګنې کارتونه نه لري، ټول د جاسوسۍ په تور نیسي او افغانستان ته یې استوي".

په ایران کې یو بل افغان کډوال چې دی هم د ورته ستونزې له امله نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، وايي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې او ځورونو له امله له دغه هېواده د کډوالو ایستلو بهیر چټک شوی دی" له بده مرغه کډوال په ډیر بد حالت کې دي، دا یو یا دوه اونۍ کیږي چې دا حال روان دی، ان هغه کسان چې ساتونکي دي یا په شرکت کې کار کوي ډیر په ویره ځي، زموږ ډیری ملګري یې هم وایستل، وضعیت واقعا ډیر اندیښمنونکی دی، هیله مند یم چې دا وضعیت بدل شي".

زموږ ډیری ملګري یې هم وایستل، وضعیت واقعا ډیر اندیښمنونکی دی، هیله مند یم چې دا وضعیت بدل شي

په داسې حال کې چې په ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې خپریږي چې د ځینو کسانو له خوا له افغان کډوالو سره د ناسم چلند او سپک چلند ښکارندوی کوي، خو ازادي راډیو په خپلواکه توګه د دغو ویډیوګانو دقیق وخت او ځای نه شي تاییدولی.

له ایرانه د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو بهیر په بې ساري ډول په ځانګړې توګه د وروستیو نښتو له پیل راهیسې زیات شوی، چې د ملګروملتونو په ګډون د نړیوالو سازمانونو اندیښنې یې راپارولي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) افغانستان ته د کډوالو بې ساري ستنېدل د "پیچلي بشري ناورین" یوه برخه بللې او ویلي یې دي، چې د جون له ۱۳مې راهیسې له ایرانه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر په بې ساري ډول ګړندی شوی دی.

د دغه سازمان په ټکو، یوازې د جولای په لومړۍ نېټه له ایرانه څه باندې ۴۳ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.