غزه کې د تاوتریخوالي دوام، حماس د اوربند وړاندیز ته په ( مثبته روحیه) ځواب ورکړی

ارشیف

د غزې د بشرپالنې بنسټ ویلي چې دوه امریکایي مرستندویه کارکوونکي نن شنبه ( د چنګاښ ۱۴مه) هغه مهال ټپيان شول چې د هغوی لوري ته لاسي بمونه وغورځول شول. دغه بنسټ ویلي، برید په ظاهره د دوو بریدکوونکو له خوا د مرستو د ویش د یوه پروګرام په پای کې شوی دی.

د مرستو د ویش په ننني پروګرام کې د غزې زرګونه اړمنو کسانو ته خوراکي مواد ویشل شوي دي.

د غزې د بشرپالنې بنسټ ( جي.ایچ.ایف) پر مرستندویه امریکایانو سربیره د خپلو چارو د امنیت لپاره د امریکا د پوځ خصوصي قراردادیان هم ګمارلي دي.

سملاسي معلومه نه ده چې برید د چا له خوا شوی دی، اسراییلي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

پر دې پیښې سربیره په غزه کې له تیرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د نورو تاوتریخجنو پیښو راپور هم ورکړل شوی دی.

رویټرز د غزې د روغتیا وزارت په حواله ویلي چې یاده موده کې د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ تنه وژل شوي.

په دوی کې ۲۳ تنه هغه مهال وژل شوي چې د مرستو اخیستو لپاره د مرستو د ویش مرکزونو ته ورغلي وو.

د غزې د بشرپالنې بنسټ ( جي.ایچ.ایف) له تیرې مې میاشتې راهیسې غزه کې د مرستو د ویش پروګرامونه پيل کړي او ادعا یې کړې چې تیرو څو اونیو کې یې ۵۲ میلیونه څاښته خواړه پر خلکو ویشلي.

د غزې جګړه هغه مهال ونښته چې حماس وسله ولو چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسراییلو غلچکي برید سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

له همغه مهاله تراوسه د اسراییلو په بریدونو کې څه باندې ۵۷ زره فلسطینان وژل شوي او غزه نژدې له خاورو سره یو شوې ده.

د تاوتریخوالي له دغو راپورونو سره همهاله حماس د جمعې په ورځ ویلي چې د امریکا په منځګړیتوب یې د غزې د اوربند وړاندیز ته په " مثبته روحیه" ځواب ورکړی دی او چمتو دي چې خبرو ته کیني.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تیرې اونۍ د سه شنبې په ورځ غزه کې د دوه میاشتني اوربند لپاره " وروستی وړاندیز" اعلان کړ او وې ویل، اسراییل یې شرایطو ته چمتوالی ښودلی دی.

د اسراییلو صدر اعظم بنیامین نتنیاهو چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ واشنګټن کې له ډونالډ ټرمپ سره وګوري، تراوسه په رسمي ډول د اوربند وړاندیز شوې طرحې ته ځواب نه دی ویلی.