دا فلمونه هر څوک ګوري خو ماشومان یې ډېر خوښوي. د ماشومانو د ادبیاتو او هنرونو فعالان وايي، د کارتوني فلمونو لیدل ماشومانو ته ښه تفریح ده او زدهکړه هم ورنه کوي.
مجیب الرحمن ایمان د دا ډول ویډیويي فلمونو یو افغان جوړونکی دی. هغه چې د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی، لوړې زدهکړې یې د لېسانس تر کچې د تاریخ په برخه کې کړې دي.
خو د انیمیشن یا کارتوني فلمونو جوړولو ته یې څنګه مخه کړه؟ ایمان وايي:
"په پوهنتون کې چې وم، له همغه وخت زما ډیزاین سره علاقه وه او یو څه مې زده و. هغه مهال کابل کې کورسونه ډېر نه وو، انټرنیټ هم ډېر نه و، کم انټرنیټ مې لاره خو دا شیان مې انلاین زده کول."
ایمان وايي، بیا یې وروسته ځينې کورسونه پیدا کړل او ګرافیک ډیزاینینګ یې وویلو، ټو ډي (2D) او تري ډي (3D) کارتونیان یې زده کړل او په دې برخه کې یې بېلابېلې دندې هم ترسره کړې دي.
مجیب الرحمن ایمان، افغان اینمیشن جوړونکی، ماشومانو لپاره رورنیزې کارتوني ویډیوګانې او فلمونه جوړوي
ښاغلی ایمان د دې کارتونونو په اړه ډېر جزیات ورکوي:
"دوې برخې دي: یو چاپي کارتوني دی، یو هغه چې انیمیشن لري. انیمیشن کارتون هم په دوو برخو ویشل شوی، ټو ډي (2D) یا دوه اړخیز چې حرکات یې ډېر منظم نه وي، خو اوس وخت کې چې اې آی (AI) وتلی دی او پروګرامونه پرمختګ کړی دی، تر ډېره منظم شوي. او بل ډول یې تري ډي (3D) یا درې اړخیز دی، چې دې کارتوني کې ښه داستان جوړېږي، حرکت یې اسانه وي."
ایمان وايي، تر اوسه یې ځانته او نورو کسانو ته د هغوی په غوښتنه ګڼ انیمیشنونه یا کارتوني فلمونه جوړ کړي دي.
۳۰ کلن مجیب الرحمن ایمان چې خپله هم د کارتوني فلمونو لیدل خوښوي وايي، د دې فلمونو ښېګڼه دا ده چې د هر عمر سړی یې لیواله وي.
دی د انیمیشن یا کارتوني فلمونو د ښېګڼو په اړه وايي:
"دا عموماً د پیغام رسولو تر ټولو ښه وسیله ده. د کارتونیانو تاریخ که مطالعه کړو، له سره په کې کموالی نه دی راغلی، بلکې زیاتوالی راغلی دی او ورځ تر بلې ډېرېږي. د هر عمر سړی کارتوني ګوري او پیغامونه ترې اخلي. د ټولنې د اصلاح، د ماشومانو د روزلو، د هر څه په اړه پیغامونه په کې رسول کېږي."
ایمان وايي، نورې ښېګڼې یې دا دي چې د دې فلمونو جوړول د نورو فلمونو په شان ډېرو وسایلو، امکاناتو، بهر ګرځېدو، راګرځېدو او د شارټونو اخیستلو ته اړتیا نه لري، خو په خبره یې، د دې جوړول هم بېلابېل پړاوونه لري چې وخت غواړي.
د مجیب االرحمن ایمان له خوا د یوې جوړې شوې اینمیشن ویډیو څخه اخیستل شوی سکرین شاټ
انیمیشن یا کارتوني فلم، د فلمونو هغه ډول دی چې په کې د اشیا او اشخاصو دیجېتالي انځورونه یا تصویرونه داسې ښودل کېږي چې لیدونکی یې متحرک احساسوي.
که څه هم د ایمان په خبره کارتوني فلم یا انیمیشن د هر عمر خلک ګوري، خو ماشومان یې ډېر خوښوي.
د ماشومانو د ادبیاتو او هنرونو فعالان، له دې ډلې د ماشوم د ادبیاتو کور مرستیاله اسما کاکړ وايي، د کارتوني فلمونو کتل ماشومانو ته ډېرې ګټې لري، خو په خبره یې د ماشوم عمر ته په کتو باید د محتوا له نظره د فلم په انتخاب کې ورته دقت وشي.
"کارتوني فلمونه ماشومانو ته ډېره ګټه لري. د هغوی تخیلي ځواک پیاوړی کوي، ژبه زده کوي، خبرې زده کوي، ښو اخلاقو ته یې هڅوي، دوی لپاره یو ښه ساعتتېری دی او دوی ته خوښي ورکوي. خو مهمه دا ده چې د ماشوم عمر ته په پام د کارتوني فلم محتوا ته باید پام وشي."
نوموړې زیاتوي، دا ځکه مهمه ده چې په ځینو کارتوني فلمونو کې تاوتریخوالی هم شته، له واقعي ژوند لرې کېدل هم، ارزښتونه او باورونه په کې اغېزمنېدای شي، او ماشومان په تلویزیون یا ځیرک ټیلیفون کتلو هم روږدي کېدای شي. هغه ټکي چې زمونږ د مرکې سړی مجیب الرحمن ایمان هم ورسره همغږی دی.