دې ډول خبرو ته ډېره تمه کېده ځکه دا له هغې ورځې وروسته وشوې چې ټرمپ ویلي و، د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې "نهیلوونکې" خبرې درلودې.
خو دا لا روښانه نه ده چې آیا د ټرمپ او زیلینسکي ترمنځ خبرو کومې مشخصې او عملي پایلې لرلي دي که نه. د واشنګټن له خوا هم تر اوسه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.
زیلینسکي څرګنده کړې چې دواړو مشرانو د هوايي دفاع پر موضوع بحث کړی، چې دا په کییف کې یوه مهمه اندېښنه ده، په ځانګړي ډول له هغې وروسته چې واشنګټن د دې اوونۍ په لړ کې پر اوکراین د ځینو پوځي مرستو د بندېدو پرېکړه وکړه.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، په دې کې د «پاتریوت» هوايي دفاعي توغندیو سیستم هم شامل دی.
زیلینسکي په ټیلیګرام کې لیکلي:
«موږ د هوايي دفاع د امکاناتو په اړه خبرې وکړې او پرېکړه مو وکړه چې د اسمان د دفاع د پیاوړتیا لپاره به یوځای کار وکړو.»
هغه زیاته کړې: «موږ د خپلو ټیمونو د یوې اړوندې ناستې پرېکړه هم وکړه.»
پر اوکراین د ۵۳۹ ډرونونو برید
د هوايي دفاع موضوع وروسته له هغه لا جدي بڼه غوره کړه، چې روسیې پر اوکراین په یو شپني پراخ برید کې له ۵۳۹ ډېرو بې پېلوټه الوتکو کار واخیست.
کییف د دې برید اصلي نښه وه، چې د اوکرایني چارواکو په وینا دا تر اوسه د جګړې تر ټولو ستر برید و، چې پکې ۵۳۹ بېپیلوټه الوتکې او ۱۱ توغندي وکارول شول.
د اوکراین د بېړنیو حالاتو دولتي ادارې راپور ورکړی چې په کییف کې یو تن وژل شوی دی. ژغورونکو د یوې ویجاړې شوي ودانۍ له کنډوالو څخه د وژل شوي کس جسد راایستلی دی.
له ۲۰ څخه زیات کسان په دغو بریدونو کې ټپیان شوي. د اوکراین د پلازمینې کییف یو روغتیایي مرکز او نور ملکي هدفونه هم په نښه شوي دي.
د ازادې اروپا د ازادي راډیو د اوکرایني څانګې خبریال، اولیګ هالیف، یوې پنځه پوړیزې اپارتماني ودانۍ ته ورغلی و، چې کړکۍ یې ماتې وې او په دېوال کې د برید له امله یو لوی سوری جوړ شوی و.
د دې ودانۍ یوې اوسېدونکې، رینا، وویل: "ټول خلک سرپناه ته ښکته شوي وو... موږ د کړکۍ له لارې ولیدل چې هر شي اور اخیستی او چاودنې روانې وې، نو موږ هم ښکته لاړو."
هغې زیاته کړه: "دقیقاً لس دقیقې وروسته، یو توغندی پرهمدې ودانۍ ولګېد. موږ یوه ستره چاودنه واورېده."
روسي چارواکو ویلي چې د اوکراین د بې پېلوټه الوتکې د برید په ترڅ کې د روستوف په سیمه کې یوه مېرمن وژل شوې ده. هغوی دا هم ویلي چې اوکراین مسکو ته په نژدې سیمو کې یوه بله نجلۍ ټپي کړې او یو برېښناکوټ یې زیانمن کړی دی.
ټرمپ: له پوتین سره له خبرو "ډېر نهیلي" یم
پر کییف د بریدونو تر شا دا پیغام هم پټ و، چې پوتین د جولای په ۳مه له ټرمپ سره په شاوخوا یوه ساعته تلیفوني خبرو کې ورکړ، چې مسکو په اوکراین کې له خپلو هدفونو نه تېرېږي.
ټرمپ وویل: «زه له ولسمشر پوتین سره د نن ورځې له خبرو ډېر نهیلی شوی یم، ځکه زه فکر نه کوم چې دی له خپلو موخو تېرېږي، او دا د خواشینۍ خبره ده.»
هغه زیاته کړه: «زه یوازې وایم، فکر نه کوم چې دی د جګړې د بندېدو نیت لري، او دا بده خبره ده.»
سیاسي شنونکې، الکساندرا فیلیپنکو، د Current Time رسنۍ ته ویلي: «دا ښایي لومړی ځل وي چې موږ له ډونالډ ټرمپ داسې یو اعتراف اورو، ځکه معمولاً دی یوازې شجاعت ښيي او داسې کیسې کوي چې هر څه ښه شوي.»
د زیلینسکي او ټرمپ خبرې
زیلینسکي ویلي، چې د جولای په ۴مه له ټرمپ سره په خبرو کې "د دفاعي صنعت وړتیاوې" او "د ګډ تولید امکانات" هم شامل وو، خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.
د بندیانو تبادله
د جولای په ۴مه، روسیې او اوکراین یو ځل بیا بندیان تبادله کړل. دا د روان تړون یوه برخه ده، چې له مخې یې د جګړې بندیان په منظم ډول دواړو خواوو ته بېرته لېږدول کېږي.
زیلینسکي په ټیلیګرام کې عسکونه خپاره کړي، چې پکې بېرته راستانه شوي سرتېري د اوکراین په بیرغونو کې نغښتي ښکاري.