روسیې د پنجشنبې په ورځ (د جولای درېیمه) اعلان وکړ چې د افغانستان د نوی سفیر اعتبار لیک یې منلی دی، چې دا کار روسیه د نړۍ لومړنی هېواد ګرځوي چې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، مسکو د افغانستان له نوي حکومت سره د اړیکو پراختیا لپاره ښه فرصتونه ویني او ژمن دی چې له کابل سره د امنیت، ترهګرۍ پر ضد او د مخدره موادو د قاچاق پر ضد د مبارزې په برخو کې همکاري ته دوام ورکړي.
په بیان کې همداراز ویل شوي، چې روسیه په ځانګړي ډول د انرژۍ، ترانسپورت، کرنې او بنسټیزو پروژو په برخو کې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پراخ فرصتونه ویني.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي: "موږ باور لرو چې د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت رسمي پېژندنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې اغېزناکې همکارۍ د پراختیا لپاره نوې لاره پرانیزي."
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په یوه بیان کې ویلي: "موږ د روسیې دا زړور اقدام ارزښتمن بولو، " نوموړې هېله څرګنده کړې چې د روسیې له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندل به نورو هېوادونو ته یوه بیلګه شي.
تر اوسه هېڅ بل هېواد د طالبانو حکومت، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په اله ګوله د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته واک ته ورسېد، په رسمیت نه دی پېژندلی. خو چین، متحده عربي اماراتو، ایران، ازبکستان او پاکستان له طالبانو سره د اړیکو د پراخولو په موخه کابل ته خپل سفیران استولي دي.
رویټرز خبري اژانس په دې اړه خپل راپور کې وايي، د روسیې دا ګام د طالبانو د حکومت لپاره چې له نړیوالې انزوا څخه د وتلو هڅې کوي،ستر پرمختګ بلل کېږي.
رویټرز زیاته کړې چې د روسیې دا اقدام به یقیناً د امریکا له له نږدې څاري. امریکا د افغانستان د مرکزي بانک میلیارډونه ډالر شتمني کنګل کړې او پر ځینو لوړپوړو طالب مشرانو یې بندیزونه لګولي، چې له امله یې د افغانستان بانکداري له نړیوال مالي سیستم نه نږدې پرې شوې ده.
د ښځو یو شمېر افغان فعالانو سخت غبرګون ښودلی
افغانستان کې د بشري حقونو پر اوسني وضیعت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو فعالانو د روسیې لهخوا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې له اعلان سملاسي وروسته دا پریکړه غندلې ده.
اسوشیتید پریس خبري اژانس د افغانستان د پخواني پارلمان د غړې، مریم سلیمانخېل له قوله ویلي: "دا اقدام هغه رژیم ته مشروعیت ورکوي چې نجونې له زدهکړو منع کوي، په عامه محضر کې خلک په درو وهي او د ملګرو ملتونو لهخوا بندیزونه پرې لګول شوي دي. "
هغې زیاته کړه: "دا پرېکړه دا پیغام ورکوي چې ستراتیژیکې ګټې به تل د بشر حقونو او نړیوالو قوانینو پر وړاندې لومړیتوب ولري."
د طالبانو لوړپوړي چارواکي لا هم د نړیوالو بندیزونو، په شمول د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره مخ دي.
اسوشیتد پریس د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې دې بلې استازې ، فوزیه کوفي له قوله ویلي، د طالبانو هر ډول رسمیت پېژندنه "سوله نه راولي، بلکې د معافیت فرهنګ ته مشروعیت ورکوي" او "نه یوازې د افغانستان د خلکو، بلکې د نړیوال امنیت لپاره هم خطرناک تمامېدلای شي."
پیچلې ماضي
روسیې ورو-ورو له طالبانو سره اړیکې پراخې کړي دي. ولسمشر ولادیمیر پوتین تېر کال ویلي وو چې طالبان اوس د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د روسیې متحدان دي. له ۲۰۲۲ کال راهیسې افغانستان له روسیې ګاز، تېل او غنم واردوي.
طالبان چې روسیې په ۲۰۰۳ کال کې د "ترهګرې ډلې" په نوم ممنوع اعلان کړی وو، دا بندیز یې سږ کال د اپرېل په میاشت کې لرې کړ.
رویټرز وايي، روسیه د سیمې له امنیتي ننګونو سره د مقابلې لپاره له طالبانو سره همکارۍ ته اړتیا لري. له افغانستان نه تر منځني ختیځ پورې، یو شمېر هېوادونه د سختدریځو اسلامي ډلو د فعالیتونو مرکزونه دي چې روسیې ته یې ګواښ زیات کړی دی.
د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې، وسلهوالو د مسکو ښار ته نږدې په یوه کنسرت تالار کې برید وکړ او ۱۴۹ تنه یې ووژل. د اسلامي دولت ډلې (داعش) د دې برید مسؤلیت منلی و. د امریکا چارواکو ویلي وو چې د دوی استخباراتي معلومات ښيي چې دا برید د دې ډلې د افغان څانګې، یعنې د خراسان داعش، لهخوا ترسره شوی و.
خو د لوېدیځو هېوادونو ډیپلوماتان وایي، تر هغه چې طالبان د ښځو د حقونو په برخه کې خپل دریځ بدل نهکړي، نړیوالې رسمي پېژندنې ته به یې لاره بنده وي.
طالبانو له نجونو څخه د منځنیو او لوړو زدهکړو حق اخیستی او هغوی ته یې د نارینه سرپرست پرته له کوره وتل منعه کړې. طالبان وایي، د ښځو حقونو ته د اسلامي شریعت له مخې درناوی کوي.
روسیه په افغانستان کې یوه اوږده او له وینو ډکه ماضي لري. د شوروي اتحاد پوځ په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د هغه وخت د کمونست حکومت د ملاتړ لپاره یرغل وکړ، خو د امریکا له لوري د وسلوال ملاتړ شویو مجاهدینو سره په اوږده جګړه کې ښکېل شو.
د شوروي مشر میخاییل ګورباچوف د ۱۹۸۹ کال په فبرورۍ کې خپل ځواکونه له افغانستانه وایستل، چې تر هغه مهاله شاوخوا ۱۵ زره شوروي سرتېري وژل شوي وو.