د امریکا د دفاع وزارت ویاند وايي، د ایران اټومي پروګرام دوه کاله شاته شوی دی.
شان پارنل پرون چهارشنبې په یوه خبري کنفراس کې خبریالانو ته وویل، " زموږ معلومات ښيي چې د امریکا د بریدونو له کبله د ایران اټومي پروګرام دوه کاله شاته شوی دی".
له دې وړاندې امریکايي چارواکو د ایران د دریو اټومي تاسیسات د ویجاړیدو خبره کړې وه.
بل پلو، د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي وایي، ایران کولی شي په څو راتلونکو میاشتو کې بیرته د یورانیم د غني کولو پروسه پیل کړي.
د ګروسي دغو څرګندونو د امریکا د بریدونو له کبله د ایران د اټومي تاسیساتو د له منځه وړلو په اړه انديښنې راپورته کړې دي.
له دې وړاندې یو شمیر امریکايي رسنیو له هغې ډلې فاکس نیوز راپور ورکړی و چې د امریکا کانګرس هغه طرحه وړاندې کړې چې ولسمشر ټرمپ ته صلاحیت او اجازه ورکوي څو اسراییلو ته بي۲بمونه ورکړي.
د دغې طرحې له مخې جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو ویلي، اسراییلو ته دغه بمونه په هغې صورت کې ورکول کیږي چې ثابته شي ایران د اټومي وسلو د جوړولو او د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکوي.
دا طرحه لا تصویب شوي نه ده، خو د اسراییلو او امریکا ترمنځ پوځي همکاري دوام لري.
بل پلو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې سره د ایران نه همکاري د منلو نه ده.
د دې وزارت ویاندې ټامي بروس پرون په یوه خبري کنفراس کې وویل، "تهران باید له ځنډ پرته د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره همکاري له سره پیل کړي".