په بدخشان کې سیمه ییزې سرچیني وايي د دې ولایت په خاش ولسوالۍ کې د کوکنارو د فصلونو د لمنځه وړولو په سر د ځايي اوسېدونکو او طالب ځواکونو ترمنځ رامنځته شوی کړکیچ او د خلکو اعتراضونه نن د درېیمې ورځې لپاره هم روان دي.
د بدخشان په مرکز فیض اباد کې یو سیمه ییز خبریال چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو سره خبرو کې ادعا وکړه چې په رامنځته شوي تاوتریخوالي او اخ ډب کې تر اوسه لږ ترلږه ۱۵ ځای اوسېدونکې وژل شوي او تر ۶۰ نور ټپیان شوي دي.
هره شېبه له سیمې خبر لرم، همدا څو شېبې مخکې مې احوال واخیست، تر اوسه تر ۶۰ کسان ټپیان شوي دي، او ۱۵ نور وژل شوي دي، وضعیت لا هم غیر نورمال دی، او هلته طالبانو په خلکو یو ناتار جوړ کړی دیبدخشان کې سیمه ییز خبریال
دغه سرچیني ازادي راډيو ته وویل " هره شېبه له سیمې خبر لرم، همدا څو شېبې مخکې مې احوال واخیست، تر اوسه تر ۶۰ کسان ټپیان شوي دي، او ۱۵ نور وژل شوي دي، وضعیت لا هم غیر نورمال دی، او هلته طالبانو په خلکو یو ناتار جوړ کړی دی."
کوم خپلواک سازمان د مرګ ژوبلې دا شمیرې نه دي تاید کړي او ازادي راډیو یې هم کره والی نه شی تایدولی.
یادې سرچیني ازادي راډيو ته وویل چې په خاش ولسوالۍ کې دا تاوتریخوالی دوه ورځې وړاندې وروسته له هغې پیل شو چې خاش ولسوالۍ ته د طالبانو ځانګړي ځواکونه د کوکنارو د کروندو د لمنځه وړولو لپاره ولاړل.
نوموړي دا هم وویل چې په اوله کې یو شمېر کسانو د کوکنارو د کروندو د لمنځه وړلو مخالفت کړی چې د طالب ځواکونو له لوري وهل شوي، وروسته بیا د دې ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکو په اعتراضونو لاس پورې کړی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې په یو شمېر خپرو شویو ویډیو ګانو چې د ثبت دقیق وخت او سیمه یې ازادي راډيو په خپلواک ډول نه شي تاییدولی ښودل کیږي چې په یوه شنه سیمه کې طالب ځواکونه د یوه ډله راټولو شویو کسانو د خورولو لپاره هوايي ډزې کوي.
په یوه بله خپره شوي ویډیو کې په عمومي سړک غټې ډبرې ښودل کیږي او ادعا کیږي چې دا د بدخشان د مرکز فیض اباد او خاش ولسوالۍ ترمنځ لاره ده او د لاریون کوونکو له لوري د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.
په دې اړه نور: په بدخشان کې د کوکنارو پر سر د اعتراض دوامد بدخشان د مرکز فیض اباد یو اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې په خاش ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري ټول مخابراتي خدمتونه غیر فعال شوي او دا مهال د دغې ولسوالۍ له اوسېدونکو سره تیلفوني اړیکې نه روغېږي.
د دغه رامنځته شوې شخړې په اړه د بدخشان امنیتي چارواکو د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو د خبریالانو لپاره د طالبانو حکومت د بدخشان د امنیې قومندانۍ له لوري په جوړ شوي واټس اپ ګروپ کې د والي مولوي محمد ایوب خالد یو ویډیو مرکه خپره شوې چې تازه یې له بي بي سي سره کړې او نوموړي په خاش کې رامنځته شوې شخړه او د طالبانو په ډزو کې اعتراض کوونکو ته اوښتې مرګ ژوبله تایید کړې خو د دقیق شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.
د بدخشان والي ویلي چې اوس مهال په سیمه کې وضعیت نورمال دی او دا چې اضافعې ځواکونه هم سیمې ته استول شويدي.
چې په خاش ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري ټول مخابراتي خدمتونه غیر فعال شوي او دا مهال د دغې ولسوالۍ له اوسېدونکو سره تیلفوني اړیکې نه روغېږيد مرکز فیض اباد اوسیدنکی
نوموړي زیاته کړې چې په بدخشان کې د کوکنارو د لمنځه وړلو کمپاینونه روان دي خو په خبره یې د دې ولایت په ځینو سیمو کې لا هم د کوکنارو کښت په بشپړ ډول نه دی بند شوی.
بدخشان د افغانستان په شمال کې پروت غرنی ولایت دی د ۲۰۲۱ کال راهیسي واک ته د طالبانو تر بیا ځلې رسېدو وروسته وخت ناوخت د کوکنارو د کروندو د لمنځه وړولو له امله د شخړو او ناکراریو شاهد پاتې شوی دی.
د روان کال د مۍ په میاشت کې د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو په سر د طالب ځواکونو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ نښتې شوې وې چې هغه مهال د مرګ ژوبلې په اړه بیلابیل راپورونه خپاره شول خو د طالبانو حکومت نه وو تایدد کړي.
له دې وړاندې هم د دې ولایت په یو شمېر نورو ولسوالیو کې ورته پېښې رامنځته شوې وې.
پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنۍ وروسته د طالبانو مشر ملاهبتالله اخندزاده د کوکنارو پر کښت او قاچاق د بندیز فرمان صادر کړ او د کوکنارو له کښت سره پر مبارزه یې ټینګار وکړ.
خو د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې یا یوایناوډيسي د تېر میلادي کال په ډیسمبر میاشت کې په خپل یو خپور کړی راپور کې ویلي وو چې، په افغانستان کې د تریاکو تولید په ۲۰۲۴م کال کې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی دی.
راپور کې راغلي وو چې په ۲۰۲۳ کال کې د یوه کیلو ګرام تاریاکو بیه ۴۴۰ امریکايي ډالره وه، خو په ۲۰۲۴ کې یې بیه ۷۴۰ امریکايي ډالرو ته پورته شوې ده.
وړاندې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه ویلي وو چې اوس مهال د کوکنار د کښت جغرافیایي مرکز له هلمنده، بدخشان ولایت ته انتقال شوی دی.
د یو شمېر نړیوالو سازمانونو د راپورونو او موندنې له مخې په افغانستان کې تولید شوي نشه يي توکي لا هم نړیوالو بازارونو ته رسیږي.