د امریکا د نړیوال پرمختګ اداره رسما بنده شوه

په واشنګټن ډي سي کې د یو اس اې آی ډي مرکزي دفتر

د متحدوایالتونو د نړیوال پرمختګ د ادارې USAID فعالیت پرون سه شنبې (د چنګاښ ۱۰مه) په رسمي ډول ودرېد.

د دې ادارې چارې به له دې وروسته په بله بڼه د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت په چوکاټ کې ترسره کېږي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو پرون په یو بیان کې وویل چې وروسته له دې به له نورو هېوادونو سره د امریکا مرستې محدودې خو اغیزمنې وي. هَغه په دې بیان کې زیاتوي چې د مرستو د رسولو لپاره د امریکا په نوې تګلاره کې به د مرستو پرتله سوداګرۍ ته لومړیتوب ورکول کېږي. روبیو وايي، موږ به هغه هېوادونه د مرستو لپاره غوره کړو چې توان او د مرستو منلو ته لېوالتیا لري، پر هغو برخو به تمرکز وشي چې څو اړخیز تاثیرات لري او د امریکايي شرکتونو په ګډون د خصوصي سکتور ملاتړ کوي.

د نړیوالو مرستو کمول د ولسمشر ډونالډټرمپ د ادارې د هغه سیاست یوه برخه ده چې امریکا ته په هرڅه کې لومړیتوب ورکوي. د ښاغلي ټرمپ په وینا د دې سیاست په اساس د امریکا او امریکايانو ګټې تر هرڅه مهمې دي.

د امریکا د نړیوالو مرستو بندیدو د مرستندویو سازمانونو غبرګونونه هم پارولي دي. د ژغورنې د نړیوالې کمیټې IRC مرستیال باب کیچین ویلي، اټکل کېږي چې د دې مرستو بندېدل به تر ۲۰۳۰ کال پورې په ټوله نړۍ کې د ۱۴ میلیون انسانانو د مړینې سبب شي.

د IRC د بودیجې یوه برخه چې د متحدوایالتونو د نړیوال پرمختګ ادارې USAID ورکوله د افغانستان لپاره ځانګړې شوې وه. د IRC د مشر په وینا د امریکا د مرستو له بندېدو سره به نژدې یو نیم میلیون افغانان چې ډېره برخه یې نجونې او ښځې دي، له روغتیايي او تعلیمي خدماتو بې برخې شي.

د امریکا د نړیوال پرمختګ اداره په ۱۹۶۱ کال کې د متحدوایالتونو د هغه مهال د ولسمشر جان اف کنیدې په نوښت جوړه شوه او هدف یې د سړې جګړې پرمهال په مخ په پر ودې هېوادونو کې د امریکا د نفوذ زیاتول و. امریکا د اوږدو کلونو لپاره د نړۍ تر ټولو لوی مرستندوی هېواد و.

د امریکا د حکومت له خوا خپاره شوي اطلاعات ښيي چې واشنګټن تېرکال د بهرنیو مرستو لپاره ۶۱ میلیارد ډالر ځانګړي کړي وو چې د دې نیمايي د USAID له خوا لګول شوي دي.

د امریکا دوو پخوانیو ولسمشرانو بارک اوباما او جورج ډبلیو بوش د USAID د فعالیتونو پر بندولو انتقاد کړی دی. اوباما د دې ادارې له کارکوونکو سره د خدای پامانۍ په غونډه کې د ولسمشر ټرمپ دا اقدام لویه تېروتنه وبلله، خو د ټرمپ اداره وايي، د لګښتونو د کمولو او د حکومتي چارو د اغیزمنتوب لپاره دا اقدام اړین و.